۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

دلښكرګاه ښاروالي اړوند دبشران او سپيني كوټي دسپين ږيرو دملي اردو دسرتيرو سره ديوي غونډي پرمهال وكتل :

دملي اردو دراپور په اساس تيره ورځ دمركزلښكرګاه دبشران او سپيني كوټي سپينږيرو دملي اردو دسرتيرو سره ديوي غونډي پرمهال وكتل :
په غونډه كي دملي اردو دثقيله شپږم كنډك ددوهمي لوا قوماندان دمارجي دسيمي دروانو عملياتو او تارياكو دكښتونو اړولو په اړه دسيمي خلكو ته معلومات وړاندي كړه .
ده وويل ملي اردو دڅه مودي څخه دخلكو لپاره په سيمه كي دڅښاك دپاكو اوبوڅوبرمي جو ړي كړي او هم يي دځينو پلونو په جوړولو كي ورسره مرستي كړي دي .
ده زياته كړه چي دملي اردو ځواكونو ددغه سيمي دخلكو سره په مسجدونو كي د لوډسپيكرونو او فرشونو مرستي هم كړي دي .
وروسته په غونډه كي دسيمي يوشمير مشرانو په وار سره خپلي ستونزي دملي اردو قوماندان او ايتلاف ځواكونو مسئول ته وړاندي كړي دوي دنوموړو ځواكونو څخه خوښي وښوده او دنوموړو څخه يي په پخپلو سيمو كي دلازياتو ټولګټو كارونو دترسره كيدوو غوښتني وكړي.
دملي اردو سرتيرو په يوبله پاڼه كي ليكلي چي دجمعي په ورځ يي په ياده سيمه كي دپلي ګزمي پرمهال دمخالفينو لخوا يوځاي پرځاي سوي ماين كشف او شنډ كړي چي دغوړيو ديوي شل كيلو يي ډبي څخه جوړ سوي وو

۱۳۸۸-۱۲-۱۱

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر