۱۳۸۸ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

تيره اوني دلښکرګا په ښارکي يوه پنځه پوړيزه وداني پداسي حال کي راولويده چي دملي اوردودوه تنه سرتيري هم پکي موجودوه

څه موده وړاندي دلښکرګاپه ښآرکي دحاجي عزيزالله دمارکيټ پنځه پوړيزه وداني دکاردکم کيفيت له امله راولويده چي په بشپړه توګه ويجاړه سوه دغه وداني په داسي حال کي راولويده چي دملي اورودوڅوتنه سرتيري پکي دامنيت په موخه ځاي پرځاي سوي چي دوه تنه يي ترخاوري لاندي سوه چي دسي شنبي په ورځ يي دمړوجسدونه له خاوروڅخه راوکښل سوه اوخپلوکورنيوته چي يوهم دجلال اباداوبل هم دلغمان اوسيدونکي وووليږدول سوه
پرهمدي مهال دملي اوردويوتن قوماندان وويل چي دغه دوه تنه يي دښاروالي اودولايتي بيارغاوني دډلي په مرسته له خاوروراويستل اوخپلوکورنيوته يي وليږدول
پرهمدي مهال دلښکرګا ښآروال محمدداود وويل چي وروسته ترډيروهڅوپدي وتوانيدوترڅودشهيدسووسرتيروجسدونه پيداکړوچي دادي نن به يي دهواله لاري خپلوکورنيوته وليږدول سي
ديادوني وړده چي تيره اوني دسه شنبي په شپه په اتوبجو دغه پنځه پوړيزه وداني راولويده چي انجنران يي درالويدولامل يوازي دکارکمفيت ارزوي اووايي چي دغيرمسلکي انجنيرانوپه وسيله ددغه وداني بنسټ ايښودل سوي وه . ۱۳۸۸-۱۲-۱۱

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر