۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

دهلمندوالي اوپه كابل كي دامريكادمتحدوايالاتولوى سفيرپه دي ولايت كي ترليدني وروسته په مارجه سيمه كي دخلكوسره دليدني پرمهال ژمنه وكړه چي پرتي ستونزي به

هلمندوالي محدګلاب منګل ديکشنبي په ورځ په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتودسفيرکارل ايکن بيري سره په يوه ليدنه کي په دي ولايت کي دبهرنيوځواکونواودولت ترمنځ همږغي وستايلي اوويي وويل چي دمارجي په روانو عملياتو کي دايتلاف قواوو او دولت ترمنځ پوره همږغي موجوده ده ځکه عميليات په پوره توګه پر مخ روان دي .
ده زياته کړه چي په دي عملياتوکي يي دملکي وګړو مرګ ژوبلي اوزيان اوښتولو مخنيوي ته زياته پاملرنه کړي .
هلمندوالي محمدګلاب منګل ،په كابل كي دامريكاسفيركارل ايكن بيري له ليدني وروسته دمارجي سيمي ته سفروکړ چي په دي سفر کي دهلمندولايتي شوراغړي راضيه بلوڅ اويوشميردولتي چارواكودمارجي سيمي ته دخپل يوسفرپرمهال دلويي څلورلاري په بازاركي له خلكواوهغوګډوالوله كورنيوسره چي بيرته خپلوكورونوته دراګرځيدوپه حال كي دي وكتل.
هلمندوالي اودامريكاسفيردمارجي له خلكوسره دليدني پرمهال دهغوغوښتني واريدي اوژمنه يي وركړه چي ډيرژربه يي پرتي ستونزي كه دهره اړخه وي له منځه يوسي.
هلمندوالي محمدګلاب منګل خلكوته ډآډوركړچي ددي سيمي بازاربه په نمونوي ډول جوړوي اوخلكوته به دكاركولوزمينه هم برابره كړي.
ددي سيمي خلك خوښ ښكاريدل چي دمارجي دعملياتودپيل راهيسي هلمندوالي څلورځلي دي سيمي ته دنوروچارواكوسره سفرونه كړي اوددوى مرستي ته يي دانګلي.
دهلمندوالي اودامريكي سفيرپه مارجه كي دملي اردواوامريكاسمندري ځواكونوله مسئولينوسره هم ددي سيمي دامنيت دلاټينګښت په موخه خبري اتري وكړي اوله هغوڅخه يي غوښتنه وكړه ترڅوپه سيمه كي له خلكوسره ښه چلندوكړي.
مارجي ته ورغلوچارواكودمارجي عمليات بريالي وبلل اودگډوځواكونوپرمختګونه اولاسته راوړني يي وستايلي.
مارجي ته ورغلي دولتي اوبهرني چارواكوددي سيمي امنيت حالت ښه وباله اوخلكوته يي دامنيت دپوره تامين ډاډوركړ.
مارجه چي نژدي دوه كاله ددولت دمخالفينوترولكي لاندي وه خلكوته پكښي هيڅ ډول ټولنيزي آسانتياوي نه وي چي لدي امله دخلكوپه غوښتنه دولت اوبهرنيوځواكونوګډوچاڼيزعمليات پيل كړل ترڅوددولت مخالفين له سيمي څخه وباسي اوخلكوته په هره برخه كي آسانتياوي برابري كړي.1388-12-9

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر