۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

دافغانستان دجمهورريس دويم مرستيال اوورسره پلاوي هلمندته دخپل سفرپرمهال ددي ولايت په مارجي ولسوالي كي ددولتي مسولينو،اودسلګونوخلكوسره په يوه جوړه سوي غ

دهيواد دجمهورريس دويم مرستيال محمدكريم خليلي اوو رسره پلاوي هلمندته دخپل سفرمهال په يوه جوړه سوي غونډه كي تربرخه اخيستووروسته دمارجي په ولسوالي كي دځاي يي دولتي اداري اودمارجي ولسوالي دسلګونوخلكوسره ديوي غونډي پرمهال وكتل .
دجمهورريس مرستيال دكابل څخه راغلي پلاوي اوهلمندوالي لومړي په مارجه ولسوالي كي دهغه تنكي ځوان سره وليدل چي ددولت دمخالفينوله لوري دسړك غاړي دماين دچاودني له امله زخمي سوي واوهغه ته يي دلوي خداي ج دسپيڅلي دربارڅخه دعاجلي روغتياغوښتنه وكړه
نوموړي په مارجه بازاركي دخلكوسره ترليدني وروسته په يوه جوړه سوي غونډه كي برخه واخيسته چي پكښي دمارجي ديني عالمانو،قومي سپين ږيرو،ځوانانواوپه سلګونوتنوعامووګړوګډون كړي و
هلمندوالي محمدګلاب منګل دهيواددجمهورريس دمرستيال اوورسره لوړپوړي پلاوي راتګ هلمندته دسولي ثبات دټينګښت اوپه دي ولايت كي دپرمختګ زيږنده بولي ښاغلي منګل غونډي دخبروپرمهال وويل دافغانستان اسلامي دولت ژمن دي هغه سيمي چي دوسله والومخالفينودشتون څخه پاكيږي پكښي به دامنيت دټينګښت سره جوخت دخلكولپاره بنسټيزپروګرامونه په لاره واچول سي ده وويل له دي وروسته به دهيواد دښمنانوته وخت نه وركول كيږي چي بيرته خپل شومواهدافوته ورسيږي
اوامنيتي ځواكونه به سيمه كي دامنيت دخوندي ساتلوپه موخه پاتيږي .
همدرانګه هلمندوالي پرټولووسله مخالفينوږغ وكړچي نوره وسله پرځمكه كښيږدي اودهيوادپه جوړولوكي ددولت سره خپله بشپړه همكاري په ډاګه
دهيواددجمهورريس دويم مرستيال محمدكريم خليلي وويل په ټول هيوادكي دامنيت تامين ددولت دلومړيتوبونوڅخه شميرل كيږي اوهدف موادادي چي افغانان په سوله ايزه اوارامه فضاكي خپل ژوندكولوته ادامه وركړي .
ښاغلي خليلي دمارجي ولس ته ډاډوركړچي په دي ولسوالي به يوه داسي ريښتني اداره جوړه كړي چي په كاركولوسره به ستاسوستونزوته دحل لاري
همدرانګه دجمهورريس مرستيال دمارجي پرخلكوږ غ وكړچي ددولت سره په همږغيتوب دهيواددښمنانانوپه له منځه وړولواونوروپرمختايي اوبنسټيزوپروګرامونه په پلي كولوكي مرسته وكړي ترڅوموپه هيوادكي ددايمي سولي اوثبات ټغرغوړيدلي وي .

-۱۳۸۸-۱۲-۱۰

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر