۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

دهلمنددښځو چارو رياست په تالار كي په دي ولايت دښځو دستونز هوارولو په موخه غونډۀ جوړه سوه .

دا غونډه چي دښځوچارو رياست په تالار كي دلسګونو ښځنيو په ګډون جوړه سوه پكي دهلمنددامنيه قومانداني كشفي مرستيال سمونوال عبدالكريم ، دښځوچارو رياست سلاكاري ميرمن كيت او يوشمير نورو مسئولينو هم برخه درلوده .
كشفي مرستيال دخپلو خبروپرمهال برخوالو ته دتيرو يوكال په اوږدو كي دپوليسو لاسته راوړني وړاندي كړي .
ده زياته كړه چي پوليس په دي ولايت كي دخلكو لپاره دډاډمن امنيت زمينه برابره كړي چي لامل يي دپوليسو دروزني دبهير پرمختګ دي .
ده روښانه كړه چي دروزني په بهير كي يي هغه پوليس چي په نشه يي توكو روږد او يا هم په جنائي جرمنو كي شكيل وه دپوليسو دليكو څخه ايستلي اودقانون منګولو ته يي سپارلي دي
ده دياد رياست دمسئولينو څخه غوښتنه وكړه ترڅو هغه ښځينه چي دپوليسو دمقدسي دندي سره مينه لري دپوليسو ليكوته وهڅوي ترڅو دخپلو خويندو لپاره دخدمت جوګه وګرځي .
دښځوچارو ريسي فوزيي علومي دغونډي برخوالو ته دخپلو خبرو پرمهال دښځينه وو يوشمير ستونزي بيان كړي نوموړي دامنيه قومانداني دمسئولينو څخه غوښتنه وكړه ترڅودښځو دامنيت په برخه كي نه ستړي كيدونكي هلي ځلي ترسره كړي
دغونډي په ورستيو كي دامنيه قوانداني لخوا دښځو چارو رياست كاركوونكوته تحفي وركړل سوي .
۹/ ۱۲/ ۱۳۸۸

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر