۱۳۸۹ فروردین ۲, دوشنبه

دموسي كلا ولسوال ملاسلام وايي دموسي كلا دشاه كاريز سيمه دمركزي دولت دنه توجه په خاطردوسلوالو طالبانو په لاس كي وليويده

دموسي كلا ولسوال ملاسلام وايي دموسي كلا دشاه كاريز سيمه دمركزي دولت دنه توجه په خاطردوسلوالو طالبانو په لاس كي وليويده
دموسي كلا ولسوال وايي دشاه كاريز نيول دټولي موسي كلا نيول دي او داسيمه دموسي كلا لپاره ډيره مهيمه ده
ولسوال ويلي دي چي په شاه كاريز كي اوه اوني دطالبانو او پوليسوترمنځ جنګ كي اوه كسه پوليس وژل سوي دي او اولس تنه هم ټپيان سوي دي

دموسي كلا ولسوالي شاه كاريز سيمه وروسته تراوږدي جګړي دولسوالو طالبانو په لاس كي وليويده ،دموسي كلا ولسوال وايي دشاه كاريز دپوليسوا و طالبانو ترمنځ دڅلوركلونو راهسي سختي نښتي او شخړي رامنځته سوي دي
چي په تيره اونۍ كي يي دخپل نوبت ستره دوره تيره كړه او بلاخره هغه سيمه ددولت دمخاليفينو په لاس كښيوته
په شاه كاريز كي اوه كسه دولتي پوليس ووژل سوه او تر اولس زيات نور ټپيان سوه چي دولسوال په خبره داكثرو وژل سوو پوليسو كورني هم په شاه كاريز كي بندي پاته دي
شاه كاريز چي يووخت دكجكي ولسوالي دلوي علاقه داري په نوم مشهوره وه دموسي كلا ،سنګين ،او كجكي ولسواليو لپاره ډير مهيم اهميت لري
دموسي كلا ولسوال وايي دمركزي دولت دنه توجه ترڅنګ دبهرنيو ځواكونو نه ملاتړ دده پوليس ديته اړ ايسته چي سيمه پريږدي او موسي كلا ته راسي
ملاسلام وايي وړاندي تر دي دهرډول نښتو مخه په شاه كاريز كي نيول كيده چي وروسته تر دي به داټولي ستونزي دموسي كلا مركزي سيمو ته نفوذ وكړي
دموسي كلا ولسوال وايي دتيرو دوه نيم كالو راهسي هلته پنځه شپته تنه پوليس وژل سو يدي او لسګونه نور يي هم ټپيان سوي دي
ولسوال ددې پړه پرمركزي دولت ورواچول چي دده په خبره ګواكي سره له دي چي بار بار يي خبر وركړمګر بيا يي هم چامرسته ونه كړه
ملاسلام وويل په موسي كلا كي د هغه پوليسو نه چي دكورنيو چارو وزارت له لوري دشاه كاريز سيمي دساتلو په خاطر وركول سوي وه اوه كسه وژل سوي دي او اتلس تنه يي ټپيان سوي دي
ديادوني وړ ده چي دموسي كلا ولسوالي په شاه كاريز سيمه كي دپوليسواو طالبانو ترمنځ څومياشتي وړاندي ديوې اوږدي نښتي پرمهال يوشت تنه پوليس ووژل سوه او ګڼي پوستي ددولت دمخاليفنيو په لاس ورغلي
دموسي كلا ولسوال وايي داځل يي دوسلوالوطالبانو پنځوس تنه وژلي دي او ګڼي وسلي يي هم په لاس ورغلي دي
خو دطالبانو وياندقاري يوسف احمدي دانه مني وايي يوازي دوه طالبان دشاه كاريز په سيمه كي وژل سوي دي
قاري يوسف احمدي وايي په شاه كاريزي كي يي ټولي پوستي او سيمه نيولي ده او ددريو رنجر موټرونو ترڅنګ يي يوه كرولا هم نيولي ده
قاري يوسف وايي پنځه ويشت تنه پوليس يي وژلي دي او دوه تنه طالبان هم په دي نښتو كي وژل سوي دي

سروري هلمند

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر