۱۳۹۵ فروردین ۱۲, پنجشنبه

ملي دفاع وزارت دجګړې دکابوکولوپه موخه هلمندته بي پیلوټه الوتکه ورکړه .

راپور—۲۰۱۶—۳—۳۱-
دهلمند جګړې دکابوکولوپه موخه هلمندته بي پیلوټه الوتکه ورکول سوه .
دهلمنددجګړې اپراتیفي مشروایې ډيرژربه دمرکز ترڅنګ په یوشمیرولسوالیوکې استخباراتي هوایې بالونونه هم راوړل سي ترڅودوسله والوطالبانودفعالیتونومخه ونیول سي ،هغه وایې اوس دوی ددفاعي حالت څخه تعروضي حالت ته راګرځيدلي دي چې په خانشین ولسوالۍ کې طالبانوته درنه مرګ ژوبله هم اړولي ده ، قهرمان وایې له تیري یوي میاشتي راهیسې یې په بیلابیلوسیموکې طالبانوته درانه ګذارونه ورکړي دي چې دوی ترډيره یې دماتي سره مخ کړي هم دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند پر۷۰ سلنه خاوره طالبان واک لري خوتازه اوس مرکزي حکومت په هلمندکې دملي اردو د۲۱۵ میوندقول اردوته بي پیلوټه الوتکه ورکړې ترڅودطالبانولیکي ماتي کړي ،عبدالجبارقهرمان وایې دطالبانودماتولولپاره مرکزي حکومت به ډيرژرددرنووسلواوسایطوترڅنګ دلښکرګاه ښاراولسوالیولپاره استخباراتي هوایې بالونونه هم ورکړي .

که څه هم په هلمندکې ترخانشین وروسته دولت کومه سیمه نده نیولي خوقهرمان وایې دتیري یوي میاشتي راهیسي یې په هلمندکې دهوایې اوشپنیوعملیاتوپه لړکې طالبانوته نه یوازي چې درنه مرګ ژوبله اړولي بلکې یې له ماتي سره هم مخ کړي دي .


چارواکې که څه هم په اوړکې دجګړې لپاره دبشپړه تیاریودنیول کیدواودطالبانودځپلوخبرورکوي خوتیره ورځ دهلمندسلګونوقومي مشرانودمرکزي حکومت دنه پاملرني له امله دپاته دیرش سلنه هلمند دسقوط  خبرداری ورکړ. 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر