۱۳۹۴ اسفند ۱۵, شنبه

ولایتي شورا په هلمندکې دروان امنیتي حالت څخه سخته اندیښنه لري.

راپور—۲۰۱۶—۳—۵—
دهلمند ولایتي شورا په هلمندکې دروان امنیتي حالت څخه سخته اندیښنه لري  .
وکیلان وایې په دې ولایت کې ډيری سیمي اوس هم دطالبانوپه واکي دي که حالت همداسي دوام وکړي پاته سیمي به هم دوسله والوپه وکله ولویږي ، ولایتي شورا وایې ولایتي چارواکې دهلمند دامنیت په اړه خاصه پاملرنه نلري چې ورځ تربلي هلمند دسقوط له ګواښ سره مخ دی ، که څه هم ډيری هلمند طالبانونیولی دی خوچارواکې وایې دوی طالبان له ماتي سره مخ کړي دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

دهلمند جګړه چې طالبان یې خپل پرمختګ او افغان ځواکونه یې تکتیکي شاتګ بولي ، دهلمند له څوارلس ولسوالیو اته یې په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندې او یاهم کلا بندې دي ، د څلورو ولسوالیو سربیره چې په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندې دي د مرکز لښکرګاه څلورمې حوزې اړوند سیمه هم له طالبانو سره ده ، ولایتي شورا دغه حالت خطرناک بولي او اندېښنه یې داده که روان حالت دوام وکړي ټول هلمند له خطر سره مخ دی.

د هلمند دجګړې اپراتیفي مشر بیا د جګړې پراخېدو لوی لاملونه، دافغان ځواکونو ناسمه رهبري او دامنیتي ځواکونو دشمېر کموالی بولي.


قهرمان وړاندي تردې دشمشادتلویزیون سره په ځانګړوخبروکې ویلي و چې امنیتي ځواکونه خپلي شخصي ګټي پالي ځکه جګړه دوامداره شوې، د قهرمان پروینا ، امنیتي چارواکي هره میاشت د جګړې په نوم ۴ میلیونه لیټره تیل ترلاسه کوي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر