۱۳۹۵ فروردین ۴, چهارشنبه

دخانشین دنه نیول کیدوتازه عوامل اوس رابرسیره سول ، قوماندان یې دوسلو، اواضافي سرتیروغوښتنه کوي .

راپور--۲۰۱۶--۳--۲۴--
دخانشین امنیه قوماندان دخانشین دبیانیول کیدولپاره دوسلو،اواضافي سرتیروغوښتنه کوي .
قوماندان دامنې چې دوی هغه ډول وسلي نلري کوم چې یې طالبانوددوی پرضد کاروي هغه غوښتنه کوي چې مرکزي حکومت دي په دغه برخه کې جدي پام وکړي ، هغه وایې په خانشین کې ددوي پروړاندي یوازي طالبان نه بلکې پآکستاني پوځیان هم له دوی سره په جګړه بوخت دي ، که څه هم تراوسه کومه سیمه دطالبانوڅخه نه ده نیول سوې خودامنیت امروایې ډیرژربه خانشین یوواربیاتردولتي حاکمیت لاندي راولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې خانشین د دویم ځل لپاره د حکومت تر ولکې ووت، افغان ځواکونو یې د بیرته نیولو ډول ډول ژمنې کولې خو د نه نیول کېدو تازه عوامل یې اوس رابرسیره شول ، د خانشین پولیسو مشر هغه عوامل له شمشاد سره شریک کړل چې د دغه ولسوالۍ د بیا نیولو پر وړاندې یې خنډونه جوړ  کړي.

د هلمند امنیت آمر اوس هم د دغه ولسوالۍ د ژر نیولو ژمنه کوي ، دغه چارواکي په همدې موخه خانشین ته سفر کړی او وایې چې  په نږدې راتلوونکي به عملیات هم پیل کړي.

طالبانو دوه اوونۍ وړاندې پر خانشین  ډله ییز بریدونه وکړل په پایله کې یې خانشین بیا د حکومت تر ولکې ووت ، له خانشین سربیره اوس هم د هلمند ډېرې ولسوالۍ له طالبانو سره دی او یاهم د طالبانو له لورې کلابندې دي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر