۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

ښاروال وایې ښاروالي به دهرډول معاملوخلاصه اویوه مسلکي اداره به ترې جوړه کړې.

دلښکرګاه ښاروال وایې ښاروالي به دهرډول معاملوخلاصه اویوه مسلکي اداره به ترې جوړه کړې.
ښاروال وایې په یوه میاشت کې یې عواید ۴۷  سلنه لوړي سوي اولښګتونه یې هم ترپنځوسلنه راکم کړي دي ، خونوموړی وایې اوس هم ددوی پروړاندي لو خنډ اوچیلنج دمځکوغصب دی چې دمخنیوي په موخه به یې دهیڅ چاه ترتاثرلاندي هم رانسي اوخپله دنده به ترسره کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

د هلمند مرکز لښکرګاه د هېواد یو له هغو ښارونو بلل کیږي چې تل به ترې د ځمکو دغضب رپوټونه اورېدل کېدل . په دې ښار کې د ځمکو غضب مخنیوي او فساد له منځه وړلو په نېت نوی ښاروال راواستول شو. اوس نوی ښاروال د ځمکو دغصب پر ضد دخپلې کلکې ارادې ډاډ ورکوي خو په دې برخه کې د ولایتي اومرکزي حکومت همکاري غواړي.

ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر وایې، د ښاروالۍ په عوایدو کې یې هم د پخوا په پرتله اوه څلوېښت سلنه ډېروالی راوستی .


دښاروالۍ په پخوانیو  چارواکو تور و چې ګواکې د ځمکو په غصب او فساد کې لاس لري .د لښګرګا اوسېدونکو څو ځلې په همدې تړاو لاریونونه هم وکړل خو هغوی هماغه مهال دغه تورونه رد کړي وو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر