۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبه

دتریخ ناورخلک په سیمه کې دملي اردودناسم چلندڅخه ترپوزي رسیدلي .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۸—
دهلمند دتریخ ناورخلک په سیمه کې دملي اردودناسم چلندڅخه ترپوزي رسیدلي .
دغه اوسیدونکې داحتجاج په ډول لښکرګاه ښارته راغلي وه ادعاکوي چې په سیمه کې دملي اردوځواکونه یې په یوه اوبل نامه تورنه وي اودسیمي پریښولوته اړیستي دي دوی وایې که څه هم خپلي ستونزي یې دلوړپوړچاروکوسره شریکي کړي هم دي خووایې ورځ تربلي یې ژوندکول سخت سوي دي ،په ورته وخت کې ولایتي چارواکې اودملي اردومسولین وایې په دې اړه تراوسه دویته چاشکایت ندی کړی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دناوي تریخ ناوردسیمي اوسیدونکې وایې په سیمه کې یې دملي اردوځواکونه دوسله والوطالبانوسره داړیکو،دمځکودغصب، اوځینونوروتورونوپه پلمه زوره وي اواړکړي دي ترڅوسیمه پریږدي ، اوسیدونکې وایې طالبان یې ددولت په همکارۍ او دولت یې بیا دطالبانوسره دمرستي کولوپه نوم ورته ستونزي جوړه وي .

دوی غوښتنه کوي چې چارواکې دي ستونزي ته جدي پام وکړي .په ورته وخت کې دهلمند دوالي ویاندوایې تراوسه په دې اړه کوم چاشکایت ندی کړی خوزیاته وي که په دغه برخه کې رسمي شکایت وسي دوی به یې پروړاندي جدي ګام پورته کړي .

بلوپه هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردوهم دیادي ستونزي په اړه ناخبري ښه یې  خوژمنه کوي چې پدې اړه به جدي پلټني وکړي .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر