۱۳۹۵ فروردین ۱۳, جمعه

ولسونه یې دسقوط ویره لري خوحکومت دچاانجیراوګرشک ترمنځ دپاته سړک دجوړیدوچاري پیل کړي .

راپور—۲۰۱۶—۴—۱—
دچاانجیراوګرشک ترمنځ دپاته څه باندي ۳۱ کلیومتره سړک دجوړیدوچاري پیل سوې .
یادسړک ټول دوسله والوترواک لاندي سیمه کې دی که څه هم چارواکې یې دامنیت ډاډورکوي خودسړک پرانیسته هم په ډزوسره پیل سوه ، پریادسړک څه باندي ۳۳ میلیونه ډالره لګښت راځي چې داسیایې پرمختیایې بانک له لوري ورکول سوي دي ، دنادعلي ولسوالۍ اوسیدونکې وایې که حالات همداسي وي هیڅ امکان نسته چې دسړک چاري دي بشپړي سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دچاانجیراوګرشک ترمنځ د څه باندي ۳۱ کلیومتره سړک دجوړیدوچارې په څه باندي ۳۳ میلیونه امریکایې ډالره په لګښت پداسي حال کې پیل سوي چې یادسړک په بشپړه توګه دوسله والوترواک لاندي سیمه کې دی ،امنیتي چارواکې که څه هم دامنیتي پلوه ډاډورکوي خودسړک دجوړیدوچاري هم په ډزوسره پیل سوې .

دفوایدعامي دوزارت تخنیکي مرستیال وایې یادسړک چې ۷ لوی پلونه ،۳۰ واړه پولچوکونه لري د۳۰۰ کلیوداوسیدونکولپاره به ډيری اسانتیاوي رامنځته کړي خونوموړی یې هم دکاري چارودبشپړه خوندي امنیت غوښتنه کوي .

بل پلودنادعلي ولسوالۍ اوسیدونکې په اوسینیوحالاتوکې دیادي ستري پروژي پلي کیدل خوب اوخیال بولي ددوی په باورټوله سیمه دوسله والوپه ولکه کې ده اودسړک دپیل څخه په ينځه سوه مترۍ کې ددولت اوطالبانوترمنځ دجګړې لومړۍ کرښه ده چې هرډول کارکول داولس تیرایستل دي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر