راپور—۲۰۱۶—۳—۲۶—
طالبانوته وړونکي ۹۰۰۰ مرمۍ په نادعلي ولسوالۍ کې پولیسوونیولې .
دهلمندامنیه قوماندان وایې دغه مرمۍ چې په یوه کورولاموټرکې ځای پرځای سوي
وې دپولیسوله لوري ونیول سوې ،هغه وایې دغه مرمۍ دلښکرګاه ښارڅخه په نادعلي
ولسوالۍ کې دطالبانومشرته ورکول کیدي ، نیول سوی کس وایې مرمۍ یې د۲۰۰۰۰
پاکستانیوکالداروپه مقابل کې وړلي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاردارسردارمحمد سروري
راکوي .
دلښکرګاه ښاره په رڼاورځ نادعلي ولسوالۍ ته طالبانوته په زرګونه هغه مرمۍ
ونیول سوې چې په یوه کورولاموټرکې ځای پرځای سوي وې ، دغه ۹۰۰۰ مرمۍ دنیک محمدپه
نوم کس د ۲۰۰۰۰ زره پاکستانیوکالداروپه مقابل کې وړلي ، دهلمندامنیه قوماندان وایې
مرمۍ په نادعلي ولسوالۍ کې دطالبانوددجګړې دقوماندان ملامقصود دي .
نیک محمد هم دامنې چې دطالبانومشرملامقصود ته یې یادي مرمۍ وروړلي خوهغه
وایې دایه دوهم ځل دی چې دلښکرګاه ښاره هغه ته مرمۍ وروړي .
ځيني امنیتي سرچیني وای طالبان دامنیتي ځواکونومرمۍ دپیسوپه بدل کې اخلي او
همدا مرمۍ بیاطالبان بیرته ددوی پروړاندي په جګړوکې کاروه چې امنیتي ځواکونه په
خپلومرمیووژني .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر