۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

ولایتي شورا اومدني فعالان وایې دچارواکوناسمي رهبرۍ هلمند دسقوط سره مخ کړ.

راپور—۲۰۱۶—۳—۷—
دهلمند ولایتي شورا اومدني فعالان وایې دچارواکوناسمي رهبرۍ هلمند دسقوط سره مخ کړ.
ولایتي شورا اومدني فعالینودیوي خبري ناستي پرمهال ګواښ وکړکه ولایتي چارواکې په حالاتوکې بدلون رانولي ،مرکزي حکومت ته دهلمند په اړه دناسموراپورونوڅخه لاس وانخلي دوی به استعفاکولوته اړکړي ، خودولسمشرځانګړی استازی هم دامنې چې ځیني چارواکې دخپل دندي دساتلوپه موخه مرکزي حکومت ته ناسم راپورونه ورکوي چې ستونزي ډيري سوې ، دوی په بهرامچه کې دپاکستان دبیرغ درول هم په سختوټکووغنده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

دهلمند دولایتي شورا غړي اومدني فعالان د دغه ولایت د امنیتي حالاتو خرابېدو لوی عوامل ناسمه رهبري، اود سیمه ییزو چارواکو له لورې  مرکزي حکومت ته د ناسمو مالوماتو ورکول بولي. دوی د هلمند روان حالت د اندښنې وړ بولي او خبرداری یې دادی که دغه ولایت ته جدي پام ونه شي دوی به دچارواکو پرضد راپورته شي.

دوی وایې  یوځل بیا جګړه او بریدونه د لښکرګاه ښار ته رارسېدلي. په هلمند کې د ولسمشر اپراتيفي مسوول هم دخلکو ټولې نیوکې پرځای بولي. د عبدالجبار قهرمان په باور، د همدغو ناسمو مالوماتو اوکمزورې رهبرۍ دجګړې ډګر هم تود ساتلی .


په هلمند کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې جګړو زور اخیستی دموسی کلا او نوزاد ولسوالیو له سقوط وروسته د مرکز لښکرګاه خلکو سره هم ورته اندېښنې راټوکېدلي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر