۱۳۹۵ فروردین ۸, یکشنبه

خانشین ولسوالۍ ددوهم ځل لپاره دامنیتي ځواکونوترولکي لاندي راغله .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۷—
دهلمند خانشین ولسوالۍ ددوهم ځل لپاره دامنیتي ځواکونوترولکي لاندي راغله .
دهلمند اپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان وایې شاه اوخوانهه بجې دخانشین ولسوالۍ دلاسه وتلي سیمي یوورابیا تردولتي واک لاندي راغلي ، دهلمنددوالي ویاندهم دامنې چې دخانشین دولسوالۍ مرکزي سیمي یې نیولي دي خودهلمندولایتي شورا وایې مرکزي سیمي لااوس هم ترولتي واک لاندي ندي راغلي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند خانشین ولسوالۍ ددوهم ځل لپاره دامنیتي ځواکونوترولکي لاندي راغله ، دهلمنداپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان شمشادتلویزیون ته وویل دیک شنبي په ورځ شاه اوخوانهه بجې افغان امنیتي ځواکونودیولړعملیاتوپرمهال دلاسه وتلي سیمي ونیولي ،دهلمندوالي ویاندهم دامنې چې دخانشین ولسوالۍ ،اوامنیه قوماندانۍ مرکزي سیمي نیول سوي دي .

په هلمندکې ۲۱۵ میوندقول رادوهم مني چې خانشین ولسوالۍ یې نیولي ده چې پرمهال یې ۲۵ وسله والوته دمرګ ژوبلي ترڅنګ درې افغان سرتیري هم ټپي سوي دي ، خودهلمند ولایتي شورا وایې دولسوالۍ مرکزي سیمي ندي نیول سوي ،وکیلان وایې دولسوالۍ واوامنیه قوماندانۍ ودانۍ نه دولت اونه هم دوسله والوپه ولکه کې دي .


خانشين د لښکرګاه په جنوب کې له ګاونډي هيواد پاکستان سره پرګډه پوله پرته ده چې د تيروڅلورومياشتوراپه ديخوا دوه ځله د وسله والوطالبانولخوا ونيول سوه ،چې تازه یوواربیا تردولتي واک لاندي راغله .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر