راپور--۲۰۱۶--۳--۲۳-
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو لیکو ته د عامو خلکو
جلب او جذب ډیر شوی او تر دې دمه یې د ګرشک شل سلنه خاوره تر خپلې ولکې لاندې
راوستې ده.
د ګرشک امنیه قوماندان وایې، طالبان هغه خلک په
زوره جګړې ته اړ باسي، چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي.هغه وایې، د طالبانو
مشران نوي ځوانان په دې نوم د دولت ضد جګړې ته هڅوي، چې د جګړې پر مهال تر لاسه شوې
وسلې او مهمات ځانونو ته وپلوري.
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو لیکو ته د عامو خلکو
جلب او جذب ډیر شوی دی چې اندیښنې یې هم ډيري کړي دي. د ګرشک امنیه قوماندان وایې،
طالبان عام خلک پدې موخه خپلو لیکو ته هڅوي، چې د جګړې پر مهال نیول شوې وسلې، مهمات
او غنیمت شوي وسایط د ځان په ګټه وپلوري .
قوماندان وایې، که څه هم دوی د طالبانو د هر ډول بریدونو
لپاره پوره چمتوالی لري، خو وایې لویه ستونزه داده، چې طالبان تر خپلواک لاندې
سیمو کې عام خلک د دولت ضد جګړېته په زوره اړباسي .
خپلواک وایې، د مرکزي حکومت سربېره بهرنیو ځواکونو هم ګرشک
ولسوالۍ ته پوره پام اړولی، خو ګرشک یوه ستراتیژکه ولسوالۍ ده، چې له ډيرې مودې
راهیسې وسله والو طالبانو د ډله ییزو بریدونو لاندې راوستې.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر