۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د هلمند خانشین ولسوالۍ بیا طالبانو ونیوله

راپور—۲۰۱۶—۳—۱۵—
دهلمند خانشین ولسوالۍ ددوهم ځل لپاره دوسله والوطالبانوپه لاس سقوط وکړ.
دهلمند ولایتي شوراوایې دتیري شپي راهیسي وسله والوطالبانویوواربیاپرخانشین ولسوالۍ خپل ډله ییزوبریدونوته زور ورکړچې په پایله کې یې داولسوالۍ ترخپلي ولکي لاندي راولي اولاهم درنه جګړه روانه ده ، ځیني امنیتي سرچیني دنوم دنه ښودلوپه شرط هم دامنې چې دولسوالۍ مرکزي سیموسقوط کړی خوهلمندوالي یوازي دجګړې خبره منې دسقوط په اړه څه نه وایې .
نورحال هلمند څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دخانشین ولسوالۍ ددوهم ځله لپاره یوواربیادوسله والوطالبانوپه لاس سقوط وکړ، تیره شپه دوسله والوطالبانوسري قطعي دخانشین ولسوالۍ پرمرکزي سیموخپله ډله ییزبریدونه پیل کړه چې دولسوالۍ مرکزي سیمي یې یوواربیاترخپلي ولکي لاندي راویستې ، دهلمندولایتي شورا وایې ولسوالۍ سقوط کړی دی داچې دولسووالۍ دچارواکوسره اړیکي پري سوي دي نودکره مرګ ژوبلي په اړه یې معلومات نلري ، چارواکې وایې تراوسه ۴ افغان سرتیري وژل سوي اوانهه نورټپیان سوي هم دي .

وکیلان وایې په هلمندکې دجګړې لپاره دامنیتي ځواکونودناسموپلانونوله امله دهلمند ولسوالۍ اومرکزي سیمي دوسله والودپراخوبریدونواودرنوجنګ جګړولاندي دي چې یوپه بل پسي سیمي هم سقوط کوي .

دهلمند دخانشین ولسوالۍ ځیني لوړپوړي امنیتي سرچیني وایې دولسوالۍ مرکزي سیموسقوط کړی دی اوس مهال دوی دملي اردوپه قرارګاه کې دي خودهلمند دوالي ویاندعمرځواک وایې ولسوالۍ سقوط ندی کړی ولي زیاته وي چې دولسوالۍ پرمرکزي سیمودرنه جګړه روانه ده ، دهلمند خانشین ولسوالۍ شاه اوخوا دوه میاشتي وړاندي هم دلومړي ځل لپاره دوسله والوطالبانودپراخوبریدونوپه پایله کې سقوط سوه چې ترلنډي مودي وروسته افغان امنیتي ځواکونومرکزي سیمي دطالبانوڅخه ونیولي خوتازه ددوهم ځل لپاره یووازبیا خانشین دوسله والوپه لاس سقوط سوه .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر