۱۳۹۴ اسفند ۲۴, دوشنبه

له ولایتي شورا سره وېره ده چې روانې ناامنۍ به دغه ولایت سقوط کړي .

راپور—۲۰۱۶—۳---۱۴—
ملي دفاع وزارت وایې په هلمندکې یې دملي اوردوشپږکنډوکونه نوي جوړکړي دي .
دوسلوال پوځ لوی درستیزهلمند ته په داسي حال کې سفروکړچې  دکورنیوچارودروزارت دپولیسوعمومي ريس اودمل امتیت مرستیال یې یې هم ملتیاکوله دهلمندوالي اونورچارواکوسره تراوږدوخبرو وروسته خبریالانوته وویل هلمندته یې پوره پآم اړولی دی اوډيرژربه په روانوحالاتوکې بدلون راولي ، خودهلمندولایتي شورا بیا دولت دلوړپوړوچارواکوسفرونه هلمند ته یوازي دخپلوشخصي ګټودساتلوپه موخه بولي چې دحالاتودکابوکیدوپرځای یې هلمند دسقوط سره مخ کړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
په هلمندکې دامنیتي ځواکونودخیالي تشکیل ترڅنګ په لوی شمیریوازي دکاغذ پرمخ دامنیتي ځواکونوشتون خبري خوراګرمي اواندیښني یې هم راپیداکړي دي ، خوتازه دملي دفاع دوزارت لوی درستیزوایې دملي اوردوپه لیکوکې یې شپږنورکنډکونه هم جوړکړي دي چې دراتلونکي اوړي دجګړې لپاره دپوره تیاریوترڅنګ به په اوسني حالاتوکې هم تغیرراولي .

لوی درستیزکه څه هم څوڅوځله هلمندته سفرکړی هرځل یې بیلابیلي ژمني کړي خودهلمندپه حالاتوکې نه یوازي چې تغیررانغی بلکې ډيری سیمي وسله والوونیولي ، خودهلمندولایتي شوراچې دهلمند دسقوط ویره لري ترډيره یې پړه هم پریادولوړپوړوچارواکووراچوي چې یوازي دخپلوشخصي ګټودخوندیتوب په موخه هلمندته سفرونه کوي چې هلمنداوس مهال تربل وخت دخورالوی تهدیدونوسره مخ دی .

دوی وایې که دولت هلمند دسقوط څخه ژغورل غواړي دامنیتي پواځواکونوپه لیکوکې دي دخیالي تشکیلاتومخه ونیسي ، دوی وایې که دولت یوازي درسنیوپرمخ ژمني کوي اوپع عمل کې یې کارونه همداسي وي لري نده چې هلمند به هم دکندوزپشان سقوط وکړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر