۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

په هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د خنجر په نوم عملیات پیل سوي.

راپور—۲۰۱۶—۳—۲—
په هلمندکې دطالبانوپروړاندي دخنجرپه نوم پراخ عملیات پیل سوې دي .
چارواکوداغه عملیات لومړی دسنګین ولسوالۍ ته دغځيدلي لاري دخلاسون په موخه یې پیل کړي دي خو ځیني سرتیري یې دیولړستونزوڅخه ډک بولي ، دوی دهوایې ځواک اواضافي سرتیرو دورتلوغوښتنه کوي ، خوچارواکې دلاري ددایمي امنیت ترڅنګ دکجکي اوسنګین ولسوالۍ ترمنځ دغځیدلي لاري دخلاسولوژمنه هم کوي .
زموږهمکارسنګین ولسوالۍ ته تللی راځي چې په ګډه راپوروګورو.
په هلمندکې له سختواوپراخو ناامنیو وروسته حکومت دخنجرپه نوم دسنګین ولسوالۍ دغځیدلي لاري دخلاسون په موخه عملیات پیل کړي دي چې تراوسه یې یوشمیرامنیتي پوستي هم ځای پرځای کړي دي خوروان عملیات دځانه سره یوډول ستونزي هم لري .

سرتیري ژمنه کوي چې لاره به خلاسوې اوهغه ټول خنډونه به لمنځه وړي چې دوی ورسره لاس اوګریوان دي ، خودهلمند دجګړې اوپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان هم ځیني ستونزي مني خوژمنه کوي چې ډيرژربه رواني ستونزي لمخي لري کړي ، نوموړی وایې یادعملیات یوازي دسنګین نه بلکې دسنګین اوکجکي ترمنځ غځیدالې لاره به هم دترافیکوپرمخ خلاسه کړي .

سنګین په هلمندکې ترټولوولسوالیویوه ناامنه ولسوالۍ خو له څومیاشتوراهیسي دطالبانودپراخوبریدوله امله اوس ډيری سیمي ناامنه اوطالبانونیولي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر