۱۳۹۴ اسفند ۲۲, شنبه

ایران په نادعلي ولسوالۍ کې طبانوته دجګړې لپاره وسلي ،اومهمات ورکوي .

راپور—۲۰۱۶—۳—۱۲—
پرنادعلي ولسوالۍ دتیري شپي پراخ بریدونه په شاوتمبول سوه .
نادعلي امنیه قوماندان وایې طالبانوتیره شپه دیادي ولسوالۍ پریوشمیرامنیتي پوستوبریدونه وکړه په خبره یې طالبانوته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده ، قوماندان وایې دپاکستان ترڅنګ اوس ایران هم دطالبانوسره دوسلو اومهماتومرسته کوي  ، بل پلودسیمي اوسیدونکې وایې داچې دوی دخپلوامنیتي ځواکونوسره پوره مرسته کړې نوځکه یې په سیمه کې طالبان هم جګړه نسي کولی .
نورحال زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
تیره شپه دنادعلي ولسوالۍ دشاول ،اوچاانجیرپرامنیتي پوستووسله والوطالبانوپراخ بریدونه وکړه دامنیه قوماندان په خبره تردوه ساعته جګړې وروسته یې دطالبانودغه لوی پلان شنډ اوهغیوته یې درنه مرګ ژوبله هم واوړل خودکره مرګ ژوبلي اړیې څه نه وایې ، قوماندان وایې دپاکستان دلاس وهنوترڅنګ تازه په نادعلي ولسوالۍ کې ایران هم طالبانوته دجګړې لپاره وسلي ،اومهمات ورکوي .

هغه وایې دطالبانود پراخ بریدپه اړه یې لاله وړاندي معلومات درلوده نوځکه امنیتي ځواکونه ته مرګ ژوبله نه دي اوښتې ، بلوپلودسیمي اوسیدونکې وایې دامنیتي ځواکونوسره یې پوره مرسته کړې ده چې اوس مهال په نادعلي ولسوالۍ کې امنیت تامین دی .

خودکمربند دامنیتي پوستې ساتونکی ګل احمدوایې دسرپه قربانې به هم طالبانوته اجازه ورنکړې چې نادعلي ولسوالۍ ته داخل سې ولي ددرنو وسلو اومهماتوغوښتنه کوي .

وسله والوطالبانودتیري شپي دجګړې په اړه تراوسه څه ندي ویلي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر