۱۳۹۴ اسفند ۲۳, یکشنبه

په هلمند کې د ۳۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونو سربیره تازه دشمالي ولسوالیولپاره بلې لوا هم خپل پوځي ماموریت پیل کړ.

دهلمندشمالي ولسوالۍ که څه هم ترډيره دطالبانوپه واکې دي خودیادوولسوالیولپاره دعامه نظم نهمي لواخپل کارپیل کړ.
دعامه نظم دغه لوابه دګرشک ترڅنګ سنګین ،موسي کلا،نوازد،اودکجکې ولسوالیودبشپړه امنیت دټنګښت مسولیت لري په داسي حال کې چې نوزاد اوموسي کلاولسوالۍ په بشپړه توګه دطالبانو،اودسنګین ،اوکجکې ولسوالیویوازي مرکزي سیمي تردولتي واک لاندي دي ، خودسنګین ولسوالۍ اوسیدونکې وایې دوی نورددولت له ژمنواوهرډول کړنوڅخه ناهیلي سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند کې د دوه دېرش زره امنیتي او دفاعي ځواکونو سربیره تازه بلې لوا هم خپل پوځي ماموریت  پیل کړ. دهلمند دشمالي ولسوالیودبشپړه امنیت په موخه دعامه نظم نهمي لواپه داسي حال کې خپل کارپیل کړچې دنوزاد،اوموسي کلاولسوالۍ په بشپړه توګه دوسله والوپه ولکه کې دي. دسنګین اوکجکې ولسوالیویوازي مرکزي سیمي ددولت ترولکي لاندي دي ، دکورنیوچارودوزارت دعامه نظم دساتنې  عمومي قوماندان په هلمندکې روانه جګړه دکوکنارودکرکیلي اومافیایې کړیوبولي .

 هلمندوالي وایې داچې دلته ناامنیوزور واخیست، دمرکزي حکومت څخه یې دشمالي ولسوالیودامنیت لپاره دیوي لوادمنظوري غوښتنه وکړه والي دیادي لواسره دپوره مرستي ژمنه وکړه .

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي وایې اوس هم د چارواکو ژمنو ته دشک په نظر ګوري. دوی وایې، که هر څومره ځواکونه راشي خو که کلکه اراده نه وي حالات به کابو نشي.


دغه لوا چې څلورکنډکونه لري ډیرژربه دشمالي څلوروولسوالیود امنیت دټینګښت لپاره کار پیل کړي خو د مسوولیت سیمې یې ترډېره دوسله والو تر ولکې لاندې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر