۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

قهرمان :پاکستان غواړي چې طالبان په هلمندکې ځانګړې جغرافي یه ولري .

راپور—۲۰۱۶—۳—۸—
پاکستان غواړي چې  طالبان په هلمندکې ځانګړې جغرافي یه ولري .
دوسمشرځانګړی اوپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان په یوه خبري ناسته کې وویل چې ګاونډي هیوادونه غواړي په هلمندکې طالبانوته ځانګړې جغرافي یه په واکې ورکړي چې ورستۍ ناامنۍ هم په همدي موخه دي ،  قهرمان دولایتي شورا اومدني فعالانودتیري ورځي اندیښني هم ردکړې چې ګواکې لښکرګاه ښارداحتمالي سقوط سره مخ دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې رواني درنې جګړې دلته طالبانوته دیوي ځانګړې جغرافیې دپیداکیدوپه موخه دي ، دهلمنددجګړې اوپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان وایې پاکستان غواړي په هلمندکې طالبانوته یوه جغرافي یه معلومه اوبیادکوټي شوراهمدلته راولیږدوي خوقهرمان وایې پاکستان به دغه ارمان ګورته یوسي.

تیره ورځ ولایتي شورا اومدني فعالانودیوي خبري ناستي پرمهال په دې ورستیوڅوورځوکې ښارته نږدي دامنیتي پوستودسقوط ، اوطالبانودډله ییزوبریدونوپه دوام دلښکرګاه ښارداحتمالي سقوط خبرورکړ،خوقهرمان دښاردسقوط خبري په کلکه ردوي خودهلمندژغورني په موخه دمرستې غوښتنه هم کوي .


په هلمندکې ددوامداره نښتو اودسیمو دلاسه وتلوسره سم داسي ګنګوسي خپریدې چې ګواکې طالبان دکوټي شورادهلمند شمالي ولسوالیونوزاد اوموسي کلاته چې ددوی په ولکه کې رالیږدوي چې ولایتي شورا قومي مخورور اومدني فعالانوهم څوورځي وړاندي دیوي غونډي پرمهال ددغوګنګوسوپه اړه سخته انديښنه وښوده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر