۱۳۹۵ فروردین ۷, شنبه

بهرنیوځواکونوپه مارجې ولسوالۍ کې دطالبانوروزنیزمرکزلمنځه وړی دی .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۶-
بهرنیوځواکونوپه مارجې ولسوالۍ کې دطالبانوروزنیزمرکزلمنځه وړی دی .
دهلمندامنیه قوماندان وایې بهرني ځواکونه غواړي دافغان امنیتي ځواکونوسره په څنګ کې دوسله والوطالبانولیکي وځپي اودلته دناامنیوکچه راټیټه کړي ، هغه وایې بهرنیوځواکونوپه خپل یوه هوایې بریدکې په مارجې ولسوالۍ کې دپنجبیانوهغه روزنیزمرکزلمنځه وړی دی چې طالبانوته یې دجګړې کولوزدکړي ورکولي ،که څه هم دپولیسود۵۰۵ بست زون قوماندان رسنیوته د۷۳ دطالبانودوژل کیدوخبره کړې خوامنیه قوماندان وایې ۲۲ طالبان وژل سوي او۲ نورټپي سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
پاکستاني کرنلان اوس په هلمندکې طالبانوته دجګړې کولوپرمهال دبیلابیلو پوځي زدکړو روزنه ورکوي ،دهلمندامنیه قوماندان وایې بهرنیوځواکونوپرون په یوه هوایې بریدکې دمارجې ولسوالۍ په ژړمکتب کې دپنجابیانوهغه روزنیزمرکزلمنځه وړی دی چې طالبانوته یې دجګړې اومځکي ماینونوزدکړه ورکول .

که څه هم دپرون دبریدپه اړه په هلمندکې د ۵۰۵ بست زون قوماندان رسنیوته دوژل سوطالبانوشمیره ۷۳ تنه ښودلي ده خوامنیه قوماندان وایې دبهرنیوځواکونوپه دغه بریدکې ۲۲ طالبان چې روزنکي یې هم پکي شامل دی وژل سوي او۲ نورټپي سوي دي .

په هلمندکې دنوروستونزوسره سره بله لویه ننګونه رسنیوته ناسم معلومات ورکول دي چې یوازي دپرون دبرید په ړه د ۵۰۵ بست زون قوماندان رسنیوته  د۷۳ طالبانودوژلو، دولایت مقام بیا د۵۰ طالبانودوژل کیدو او ۸  نورودټپي کیدوخبر ورکړ ، خوامنیه قوماندان وایې په بریدکې ۲۲ طالبان وژل سوي او ۲ نورټپي سوي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر