۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

په افغان خاوره کې دپاکستان بیرغ دپورته کولو اته څلویښت ساعته لا نه و بشپړ سوي چې بیرته راکښته سو.

راپور—۲۰۱۶—۳—۷—
پاکستان له دریو ورځوراهیسي دبهرام چې سره خپله لاره دترافیکوپرمخ په ټپه تړلي ده .
چارواکې وایې پاکستان دغه کار وروسته له هغه وکړکله چې دسیمي خلکو ددوی بیرغ دشپي لخواونړاوه دولسمشرځانګړی استازی عبدالجبارقهرمان وایې پاکستان تیره جمعه دبهرام چې په سیمه کې پرافغان خاوره دخپل بیراغ مراسیم جوړکړې وه چې وروسته دسیمي خلکودشپي بیرغ کښته کړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

په افغان خاوره کې دپاکستان بیرغ پورته کولو اته څلویښت ساعته لا نه و بشپړ شوي چې بیرته راښکته شو . دغه بیرغ د هلمند ولایت دیشو ولسوالۍ په بهرامچې سیمه کې تېره جمعه دځانګړو مراسمو پرمهال پورته شوی و. شمشاد پرې  تېره ورځ رپوټ درلود خو چارواکي یې نن بیرته د راغورځېدو خبر ورکوي. د هلمند لپاره د ولسمشر ځانګړی اپراتیفي مسوول وایې، داچې دسیمې اوسېدونکو  د پاکستان بیرغ راغورځولی پاکستان یې په غبرګون  کې لارتړلې.

ولس میړانه وکړه په  افغان خاوره کې یې دپاکستان بیرغ راوغورځو او پاکستان پرې لاره وتړله اوس افغان حکومت ته څه په کار دي؟

ددغه ویډیو له خپرېدو وروسته انګېرنې ډول ډول وی، ځینو نه منله چې دابه په افغان خاوره کې دپاکستاني بیرغ پورته کولو مراسم وي.دغه شمېر کسانو ویل، یاده سیمه له ډیورند کرښې هاغې غاړه ده خو عبدالجبار  قهرمان هم مني چې دغه سیمه د هلمند دیشو ولسوالۍ اړوند ده .


له شمشاده د بهرامچې په اړه له رپوټ خپرېدو  وروسته په ټول هېواد کې جدي غبرګونه راپورته شول اوخلکو د حکومت ترڅنګ دسیمې اوسېدونکي هم ګرم وبلل. دیشو دهلمند یوه له هغو ولسوالیو ده چې له تېرو دیارلس کلونو راهیسې د طالبانو ترولکې لانده ده .

۱ نظر:

  1. اميد وارم که دولت وحدت ملی به مردمانی که درپاسداری از سرحدات افغانستان از خود دلیری نشان داده حمایت کنند و آنها را تنها نګذارند.من تا حدی که از زنده کی آن مردم خبر دارم مردم فقیر هستند و هییچ زمینه تعلیم و آسایش برای شان مهیا نیست ولی بر عکس پاکستان به مردمان سرحدی خود توجه خاص مبذول میدارد.امید واریم تا در زمینه وزارت محترم سرحدات توجه جدی نماید تا از دشمن نا مرد چون پاکستان در امان باشیم.
    تشکر

    پاسخحذف