راپور—۲۰۱۶—۳—۱۷—
دخانشین ترسقوط وروسته یوواربیا دلوی هلمند دسقوط اندیښنې خوراډيري سوې .
دهلمندولایتي شورا وایې که دولت دخانشین دنیول کیدولپاره جدي لاس په کارنسي
پاته ولسوالۍ به هم ترلوړفشارلاندي راسي ، دوی وایې دټول هلمند څخه دم ګړی یوازي
پرشل سلنه خاوره دولت واکمني لري ، دهلمنددوالي
ویاند عمرځواک وایې تراوسه یې هم په خانشین کې عملیات ندي پیل کړي خوتیاری نیول
سوی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
.
د خانیشن له سقوط وروسته اوس د ټول هلمند په اړه اندېښنې راټوکېدلي. وېره
داده چې د دغه ولایت د دولس ولسوالیو له ډلې اته یې له طالبانو سره دي او یاهم کلا
بندې دي د ولایتي شورا له نظره ددغه ولایت اتیا سلنه خاروه د طالبانو تر ولکې
لانده ده او که حکومت همداسې ناغړۍ ته دوام ورکړي ټول هلمند به سقوط وکړي.
د ولایتي شورا په باور، طالبانو ګڼې سیمې نیولي او د پاتې سیمو لپاره یې هم
جدي هڅې پیل کړي دي .د والي ویاند بیا د هلمند دساتلو لپاره د حکومت په کلکې ارادې
ټینکار کوي خووایې دخانشین عملیات لاندي پیل سوي.
هلمند د هېواد ټولې خاورې لسمه برخه
جوړوي چې د وروستیو ناامنیو له امله یې اتیا سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې
لاندې بلل کیږي . داسې ندېښنې هم موجودې دي چې ګواکې طالبان غواړي کوټې شورا دغه
ولایت ته راواستوي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر