۱۳۹۴ اسفند ۲۹, شنبه

دخانشین ترسقوط وروسته اوس په ګرمسیرولسوالۍ کې دطالبانودبریدونواندیښنې ډيري سوي دي .

دخانشین ترسقوط وروسته اوس په ګرمسیرولسوالۍ کې هم طالبانونفوز کړی دی .
دهلمندولایتي شورا وایې طالبانودګرمسیرولسوالۍ دوزیرابادسیمه کې دګرمسیردنیول کیدولپاره جمتوالی نیولی دی ، دګرمسیرامنیه قوماندان وایې ځینوطالبه پلوه کسانودوسله والوسره لاس یوکړی ترڅوپه ګرمسیرکې هم دنورو ولسوالیوپشان ناامنۍ رامنځته کړي خوقوماندان وایې مخه به یې ونیسي ، دګرمسیرولسوال که څه هم دغه ډول کړني دستونزو ږنده بولي خووایې تراوسه پدغه برخه کې کره معلومات نلري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دخانشین ترسقوط وروسته اوس طالبانوپه ګرمسیرولسوالۍ کې هم نفوذ کړی ان تردې چې وزیر آباد سیمه کې هم ځای پرځای شوي دي .دهلمندولایتي شورا وایې دخانشین  سقوط پرګرمسیرهم منفي اغیزې کړي او طالبان د ګرمسیر  دنیولو لپاره چمتوالی نیسي.

دګرمسیرامنیه قوماندان هم څوورځي وړاندي دشمشادسره په خبروکې وویل طالبانوپه ګرمسیرکې نفوذ کړی چې ملاتړي یې هم پیدا کړي.امنیه قوماندان خبرداری ورکړ که د طالبانو ملاتړي خپلې همکارۍ ته همداسې دوام ورکړي پر ضد به یې اقدام وکړي.

والسوال تر اوسه په دې اړه کره مالومات نه لري خو ټینکار یې دادی که په سیمه کې د طالبانو سره همکاري موجوده وي، امنیتي ارګانونو یې باید پر ضد جدي اقدام وکړي.

دمګرۍ افغان حکومت دمرکز لښګرګاه په درې امنیتي حوزو او دوو ولسوالیو بشپړه کنترول لري.
د لښکرګاه یوه امنیتي  حوزه په بشپړ ډول  له طالبانو سره ده او پاتې ولسوالۍ له طالبانو سره دی او یاهم د هغوی له لورې کلا بندې دي چې دغه حالت د هلمند د سقوط اندېښنې ډېرې کړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر