۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبه

دملي یوالي حکومت په ملي خیانت اودهلمندسره دمورامیرې په چلندکولوتورن سو.

راپور—۲۰۱۶—۳—۳۰—
دملي یوالي حکومت په ملي خیانت کولواودهلمندسره دمورامیرې په چلندکولوتورن سو.
دهلمندقومي مشران وایې دملي یوالي حکومت دهلمندسره په ظلم اوخیانت کولوسره بیره د خپلو شخصي ګټو لپاره  نا اهله مسولین  په دندو ګماري ، دوی وایې که دهلمندپه حالاتوکې تغیررانسي دهلمندپاته دیرشلنه خاوره به هم دطالبانوترواک لاندي راهیسي ،قومي مشرانوهمدارازدلوی جرګې دراغوښتلوغوښتنه هم درلوده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دملي یوالي ملي یوالي مشران په خیانت اودهلمندسره دمور اومیرې دچلندکولوپه تورتورن وپیژندل سوه، دهلمندقومي مخوروایې دملي یوالي دحکومت مشران غواړي هلمند سقوط کړي دوی په هلمندکې دروان بد امنیتي حالت پړه پرمرکزي حکومت وراچوي .

امیرمحمداخندازاده ګواښ کوي که مرکزي حکومت  نورهم دهلمندسره خپلوناوړه کړنوته دوام ورکړي دوی به بله لاره غوره کړي چې دستونزومسولیت به یې هم دمرکزي حکومت په غاړه وي .

قومشران وایې مرکزي دولت هلمندته یوازي غله چارواکې لیږي چې له امله یې اوس مهال یوازي شلنه سله خاوره تردولتي واک لاندي ده

که څه هم دهلمندخلک تل پرمرکزي حکومت نیوکه کوي چې رواني ناامنیۍ ددوی دنه پاملرني له امله دي خوداځل قومي مشران ګواښ وکړکه دولت دستونزوپه کابوکولوکې لاس په کارنسي دوی به خپله لاره بدله کړي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر