۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

بهرني ځواکونه په هلمند کې د طالبانو پر وړاندې دجګړپه لومړۍ کرښه کې برخه واخلي .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲—
په هلمندکې میشت بهرني ځواکونه وایې دطالبانوسره دجګړې په موخه لومړۍ کرښي ته ځي .
په هلمندکې دملي اردو دځواکونودروزني قوماندان وایې داچې دلته جګړوزرواخیستی نودوی اړدي چې دافغان امنیتي ځواکونوسره په ګډه دطالبانودځپلوپه موخه دجګړې په لومړۍ کرښه کې وجنګیږي ، که څه هم دطالبانوڅخه هیڅ کومه سیمه نده نیول سوې خوامنیتي چاوراکې وایې ډيرژربه دوسله وال طالبان وځپي ، دغه څرګندوني چارواکو په  ۲۱۵ میوند قول رادوکې دملي اردو دفراغت په مراسیموکې وکړې.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم دبهرنیوځواکونوجګړییزماموریت پایته رسیدلی خوتازه یوواربیا په هلمندکې میشت بهرني ځواکونه وایې دوی به دافغان ځواکونوسره اوږه پراوږه دوسله والوطالبانودځپلوپه موخه دجګړې لومړۍ کرښي ته ځي ، دوی دغه څرګندونې په داسي حال کوي چې په هلمندکې له څومیاشتوراهیسي دوسله والوطالبانوبریدونوزور اخیستی چې ډيری سیمي یې هم نیولي دي  .

  که څه هم دڅومیاشتوراهیسې کومي سیمي چې وسله والوطالبانونیول اوسې هم ترولکي لاندي دي خودهلمند امنیتي چارواکې وایې طالبان یې له پښو غورځولي ،دوی دتل په څيریوواربیاژمنه کوي چې ډيرژربه دلاسه وتلي سیمي ونیسي .

هلمندکې له څومیاشتوراهیسې تربل هروخت ناامنیوخورا زور اخیستی چې تازه یوورابیا بهرني ځواکونه غواړي دطالبانودځپلوپه موخه دجګړې میدان ته راودانګي، دغه څرګندوني چارواکو په ۲۱۵ میوند قول اردوکې د۶۷۲  تازه دملي اردو دسرتیرو دفراغت په مراسیموکې وکړې .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر