۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

دلښکرګاه پخوانی ښاروال داداري فسادله امله څارنوالۍ ته پژندل سوی.

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۲—
دلښکرګاه پخوانی ښاروال دپراخ اداري فسادله امله څارنوالۍ ته وروه پژندل سو.
په هلمندکې دلومړي ځل لپاره یودولتي مامورپردپراخ اداري فساد له امله څارنوالۍ ته پیژندل کیږي ، دهمنلد والي وایې لښکرګاه دپخواني ښاروال ترڅنګ یې ، دپوهني دریاست اودیوشمیرنوروادارو مامورین یې هم فسادله امله څارنوالي ته پيژندلي دي . دهلمند داستناف څارنوال هم دامنې چې دولایت له لوري دلښکرګاه پخوانی ښاروال دویته معرفي سوی دی خوامنیتي ځواکونوڅخه یې غوښتي ترڅوهغه څارنوالۍ ته حاضرکړي 
نورحال دهلمندولایت څخه زموهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې په لومړي ځل دیوي دولتي اداري مسول دپراخ اداري فسادله امله څارنوالۍ ته پیژندل سوی دی دهلمندوالي وایې دلښکرګاه ښاردپخواني ښاروال محمدفاضل ساپی ترڅنګ یې  یوشمیرنورهغه مامورین چې په اداري فسادککړوه څارنوالۍ ته ورپیژندلي دي .

 په ورته وخت کې دهلمند داستناف څارونوال وایې له کله چې ولایت ورته دپخواني ښاروال دوسیه لیږلي دوی هم دستي لاس په کارسوي اودامنیتي ځواکونوڅخه یې غوښتي ترڅوپخوانی ښاروال دڅیړنوپه موخه ورولیږي خوتراوسه یې ندی حاضرکړی .

نوموړی داداري فساد پرضد دکلکي مبارزې له امله ولایتي شورا،مدني فعالانواویوشمیرنوروټولنودهغه دستایلوپه موخه غونډي وکړي خوڅارنوال یوځل دفسادسره دکلکي مبارزې ترڅنګ وویل دښاروالۍ ترڅنګ نوري اداري هم سته چې ددوی ترتعقیب لاندي دي .


هلمند دافغانستان یوه له هغه ولایتونودی چې داداري فساد، دنشه یې توکوپه کرکیله اوقاچاق ، اوهمدارنګه په ناامنیوکې لومړی ځای لري خودهلمندوالي ترڅنګ داستناف څارنوال هم دهلمنداولس ته دبي عدالتیو،اواداري فسادپرضددکلکي مبارزې ډاډورکړی دی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر