۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

چارواکې وایې روان کال به دلاسته راوړنوډک وي خوقومي مشران وایې چارواکې دامنیت دټنګښت پرځای دپیسوپه پیداکولوبوخت دي .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۱—
که څه هم په هلمندکې درنې جګړې رواني دي خوچارواکې وایې په روان کال کې به اولسونه دډيری پرمختګونوشاهدوي .
په هلمندکې دبزګردورځي په لمانځ غونډه کې هلمند والي وویل یوقوي پلان جوړسوی چې په مټ به یې نه یوازي دناامنیوپه کابوکیدوکې پرمختګ راځي بلکي به په پرمختیایې کارونوکې هم ډيری لاسته رواړني ولري ، چارواکې پداسي حال کې روان کال دځان دبریاوډک بولي چې دهلمند پنځه ولسوالۍ په بشپړه توګه اوځیني نوري دوسله والوله لوري کلابنده دي .
خوقومي مشران بیاولایتي چارواکې تورنه وي چې په هلمندکې معاملي کوي اودوی دپیسوپه پیداکولوبوخت دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ملکي اونظامي چارواکې  پداسي حال کې روان کال دپرمختګونواولاسته راوړنوڅخه ډک بولي چې دولایتي شوراپه خبره یوازي پرشله سلنه خاوره دولت واک لري ، هلمندوالي دبزګردورځي په جوړوسومراسیموکې ډاډڅرګندکړچې په روان کال کې به نه یوازي امنیتي ننګوني کابوکې کړي بلکې به ډيری پرمختیایې پروژي هم پلي کړي  .

د۲۱۵ میوند قول اردوقوماندان وایې که څه هم دطالبانوپلان داوچې په تیروپنځومیاشتوکې بایدټول هلمندسقوط سي خوزیاته طالبانوته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده .

خورښتیاڅه دي ؟ دټولوملکي اونظامي چارواکوپه وړاندي دقومي مشرانوپه استازي توب قومي مشرحاجې محمدنادرخان اکاوویل مرکزي حکومت دې ولایت یوازي نظامي مسولین دپیسودپیداکیدو،اوامتیازاتودترلاسه کولوپه موخه دماموریت کولولپاره لیږلي.


ځیني امنیتي سرچیني دنوم دنه ښودلوپه شرط شمشاد ته وویل یوازي په تیرکال کې دروانوجګړوله امله تر ۴۵۰۰  ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خولاهم دغه جګړې دوام لري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر