۱۳۹۴ اسفند ۱۶, یکشنبه

وړاندې تش اندېښنې او اوازې بلل کېدې خو اوس په بهرام چې کې پاکستان خپل بیرغ جګ کړ.

راپور—۲۰۱۶—۳—۶—
وړاندي یوازي اوازې وي خو اوس پاکستان په بهرام چه کې په رسمي توګه خپل بیرغ پورته کړ.
دهلمند ولایتي شورا وړاندي تردې اندیښنه وښوده چې پاکستان په بهرام چه کې پرافغان خاوره تیری کړی خوچارواکوبابیزه ګڼل اوس هرڅه بربنډ سوې ، دسرحدونووزیرمحمدګلاب منګل هلمندته دخپل سفرپرمهال هم ومنله چې پاکستان دبهرام چې ترڅنګ په یوشمیرنوروولایتونوکې هم افغان خاوره لاندي کړې ده .خوتازه پاکستان په بهرام چې کې په رسمي توګه خپل فعالیتونه پیل کړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 وړاندي تردې یوازي اوازي اوتشویشونه وه خواوس تازه پاکستان دبهرام چې په سیمه کې خپل رسمي فعالیتونه پیل کړې اودیوې غونډي پرمهال یې خپل بیراغ ودراوه دولسمشرځانکړی استاز عبدالجبارقهرمان دمنلوترڅنګ زیاته وي مرکزي حکومت هم دپاکستان دتیري څخه خبردی .

دمرکزي اوولایتي چارواکودخبریدوترڅنګ پاکستان په عملي کارلاس پورکړخومخه به یې څوک نیسي ،دهلمندولایتي شوراوړاندي تردې پرافغان خاوره دپاکستان تیری یوه لویه ننګونه بللي اومرکزي دولت یې په دغه برخه کې په بي پروایې هم تورن کړ.

دحکومت دسرحدونووزیرمحمدګلاب منګل هلمندته دخپل سفرپرمهال دهیواد دنوروولایتونوترڅنګ په بهرام چه کې دپاکستان هیواد دښکاره لاس وهنواوپرافغان خاوره  تیري خبرورکړ.

دهلمند ولایتي ، اومرکزي چارواکې پرافغان خاوره دپاکستان دتیري کولوڅخه خبردي خوداچې مخه ولي نده نیول سوې دبهرام چې په اړه دهلمنداولسونه دحکومت پرچپ پاته کیدوسخته اندیښنه لري ،دبهرام چې په سیمه کې دپاکستان په رسمي توګه تیری پرداسي مهال درسنیوپروړاندي بربنډیږي چې له تیروڅلورو ورځوراهیسې په هلمندکې یووار بیا دطالبانو ډله ییزوبریدونوخورا زوراخیستی چې دواړه لوري یوبل ته ددرنې مرګ ژوبلي داړولواداعاوي هم کوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر