۱۳۹۴ اسفند ۹, یکشنبه

ولایتي شورا وایې حکومت دسولي دراتلوپه موخه هلمند تجزیه کوي اودطالبانوته شمالي ولسوالۍ ورکوي .

حکومت دسولي دراتلوپه موخه هلمند تجزیه کوي اودطالبانوته شمالي ولسوالۍ ورکوي .
داسي ګنګوسي دي چې حکومت اوس دهلمند شمالي ولسوالۍ طالبانوته په دې نوم ورکوي چې سوله به کوي خودهلمندقومي مخور مدني ټولني اوولایتي شورا وایې دوی به چاته اجازه ورنکړي چې هلمند تجزیه کړي اویاهم دسولي په نوم دهلمند ولسوالۍ دطالبانوپه نوم پاکستان ته ورکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زه موږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

وړاندي تردي یوازي ګنګوسي وې خواوس داسي ښکاري چې په هلمند کې د سولې لپاره یو شمېر سیمې طالبانو ته په واک کې ورکول کیږي ، د هملند ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او قومي مشران وایې، حکومت غواړي چې د سولې په نوم شمالي ولسوالۍ طالبانو ته ورکړي ، دوی وایې هېچا ته د واحد هلمند د تجیزیې اجازه نه ورکوي او د سولې خبرو لپاره د نورو لارو چارو لټولو وړاندیز کوي.

د هلمند ولایتي شورا مشر ورته معاملې اندېښمن کړی او د دغه ولایت  برخلیک په اړه هر ډول پریکړه د هلمندوالو صلاحیت بولي ، د ولایتي شورا مشر خبرداری ورکوي که حکومتي چارواکي دخلکو د تمې خلاف دغه هڅه وکړي هېواد به له کړکیچ سره مخامخ شي.

د هلمند لپاره د ولسمشر ځانګړی اپراتیفي مسوول عبدالجبار قهرمان بیا شوې ادعاوې په کلکه ردوي ، قهرمان دا ډول څرګندونې پوچ تبلیغات بولي.

وړاندې اندېښنې داوې چې ګواکې شمالي ولسوالۍ  نوزاد او موسی کلا په قصدي ډول طالبانو ته ورکړل شوي او طالبانو هم دغه ولسوالیو ته کوټې شورا رالېږدولې.
اړوند مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر