۱۳۹۴ بهمن ۲۷, سه‌شنبه

جهادي مشران بهرني ځواکونه تورنوي، چې د پردې ترشا له طالبانو سره پوځي مرسته کوي.

راپور—۲۰۱۶—۲—۱۷—
ناټوپه افغانستان کې ددولت اوطالبانوسره پراخي مرستي کوي چې سوله اوامنیت راتلل هم ددوی په لاس کې دي .
دهلمند یوشمیرقومي اوجهادي مشران وایې ناټوځوکونه نه یوازي چې ددولت سره مخامخ مرسته کوي بلکې دپردي ترشا دوسله والوطالبانوسره هم مرسته کوي ، چې روانه جګړه اوسوله راتلل هم ددوی په واکې ده ، جهادي مشرانوهند ته داجراییه ریس دسفرپرمهال دهغه دڅرګندونوسره هم کلک مخالفت وکړچې ګواکي که طالبان سوله نکوي دوی به ورسره جګړه وکړي ، هلمند والي اویوشمیر قومي اوجهادي مشرانوبیا دطالبانوڅخه دجنګه لاس په سرکیدل اودسولي دلاري دخپلولوغوښتنه وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 په افغانستان کې روانه جګړه ددولت اوطالب نه بلکې ناټوځواکونوپه لاره اچولي ده دهلمند جهادي مشرعبدالقیوم حقبین وایې ناټوځوکونه دولت او دوسله والوطالبانوسره یوډول مرسته کوي چې له امله یې جګړه ګرمه ده.

هغه وایې که ناټوځواکونه دوسله والوطالبانواودهغیودملاتړوسره خپل هرډول مرستي وشلوي نه یوازي به جګړه دریږي بلکې به دسولي خبري هم مثبتي پایلي ولري ، بل پلوهلمند والي اویوشمیرقومي اوجهادي مشران نه یوازي دوسله والوطالبانوڅخه سوله کول غواړي بلکې ژمنه کوي چې ددوی هرډول ساتنه به کوي 

که څه هم په هلمندکې دناامنیودپراخیدودستري ستونزي ترڅنګ بله لویه ننګونه اداري فساد،بي عدالتي، انسان تښتونه ، اویوشمیرنوري ستونزي دي چې دهلمند وګړې یې ترپوزي رسولي خودهلمند والي میرزاخان رحیمي یوواربیا په دغه ټولوبرخوکې دهلمنددخلکوڅخه دمرستي غوښتنه وکړه .


دیادولوده چې دغه څرګندوني دسه شنبي په ورځ په افغانستان کې دشوروي اتحاد دماتي د۲۷ کلیزي په مناسبت په جوړه سوې غونډه کې ترې یادونه وسوه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر