۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

دسنګین والسوالۍ یوواربیا دسقوط له ګواښ سره مخ ده

راپور—۲۰۱۶—۲—۹—
دهلمند دسنګین والسوالۍ یوواربیا دسقوط له لوی ګواښ سره مخ ده .
دهلمندولایتي شورا وایې داچې سنګین ته غځیدلي لاره په بشپړه توګه دوسله والوترولکي لاندي ده که چیري په سنیګن کې میشت ځواکونوهوایې مرسته ونسي سنګین به هم دلاسه ووځي .
خوچارواکې دتل په څیر په سنګین ولسوالۍ حالت نورمال یادوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند دافغانستان یوله هغه ولایتونوڅخه دی چې اوس مهال پکي وسله والوطالبانوډيری سیمي نیولي اولاهم په ډيری سیموکې جګړې سته چې تازه یوواربیادهلمند دسنګین ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ ده ، دهلمندولایتي شورا وایې داچې سنګین ته غځیدلي لاره په بشپړه توګه دوسله والوپه ولکه کې ده که هوایې ځواکونه مرسته ونکړي سنیګن به هم سقوط وکړي ، دوی مرکزي دولت اوولایتي چارواکې دجګړي په کابوکیدوکې پړه بولي .
دولایتي شورارئیس محمد کریم اتل اوبشیراحمد شاکر..........واکسپاپ.
وکیلان ګواښ کوي که حالت همداسي دوام وکړي لري نده چې دسنګین ترڅنګ ډيری نورسیمي اوپاته دوه ولسوالۍ به هم دجدي امنیتي ګواښ سره مخ سي ، خوپه ورته وخت کې دهلمند والي هم دامني چې په سنګین ولسوالۍ کې جګړه سته خو وایې دم ګړی حالت نورمال اوکومه خاصه ستونزه نلري ،که څه هم نوموړی زیاته وي چې دسنګین ترڅنګ دټولوناامنه سیمودبیرته نیولولپاره پلانونه لري خوتراوسه هم نه داچې سیمي نیول سوي دي بلکي ورځ تربلي سیمي دلاسه وځي .
دهلمندوالي میرزاخان رحیمي ..............کلیپ.

دهلمند اوسنګین جګړه کومه نوي خبره نده ولي دیادوجګړوڅخه کلونه اوړي نه داچې دسیمي په امنیت کې تغیرندی راغلی بلکې ډيرسیمي ورځ بلي ته دوسله والولاسته لویږي چې اوسیدونکي نور دولایتي اومرکزي چارواکوتکراري ژمنوهم ناهیلي کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر