۱۳۹۴ اسفند ۸, شنبه

په هلمندکې دروانې درنې جګړې په نوم امنیتي ځواکونه شخصي ګټي پالي .

راپور—۲۰۱۶—۲—۲۷—
په هلمندکې دروانې درنې جګړې په نوم امنیتي ځواکونه شخصي ګټي پالي .
عبدالجبارقهرمان وایې هلمندکې دولت اوطالبان دواړه دروانې جګړې څخه شخصي ګټي په لاس راوړي چې له امله یې دلته جګړه ګرمه ساتلي ده ، نوموړی وایې په هلمند کې میشتي امنیتي ځواکونه هره میاشت ۴ میلیونه لیټره ډیزل مصرفه وي چې ترډيره یې په شخصي ګټول لګول کیږي ، هغه وایې دده سره داسي اسنادهم سته چې ددولتي امکاناتوڅخه یې شخصي استفاده کړي چې په مټ یې لوی لوی بلډینګونه هم جوړکړي دي .
 نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند کې دروانې جګړې څخه کلونه اوړي نه یوازي چې کابوسوې نه ده بلکې ورځ تربلي زور اخلي داجګړه دچالخوا؟ اوده څه لپاره پرمخ ځي، دهلمنددجګړې اپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان وایې شته امنیتي ځواکونه نه غواړي دلته روانه جګړه ختمه سي ، هغه وایې امنیتي ځواکونه یوازي دجګړې په نوم هره میاشت ۴ میلیونه لیټره ډيزل په لاس راوړي .

قهرمان وایې دجګړې په لومړۍ کرښه اودامنیتي ځواکونو دمشرانوناسمه رهبرۍ اودشخصي ګټوساتل ددې لامل سوه چې جګړه اوږده سي ، هغه وایې یوازي په لکونه لیټره تیل قول اردودجنراتور دمصرف په نوم اخلي .

که څه هم په هلمندکې دجګړې په نوم دډيری نورومصارفوسره سره یوازي دتیلو دبیځایه مصرف کولوڅخه پرده پورته سوه خوسوال دادی چې دجګړې په نوم راوړل سوې تیل چیري ؟ اوڅنګه مصرف سوې دي .


 قهرمان وایې دواړه لوري دلته جګړه دشخصي ګټودپاللوپه موخه پرمخ وړي چې دسرزیان یې عام خلک پولیس اوطالبان دي خومالي زیان یې ددولت دی ،هغه وایې که ددغي نارواجګړې اوبیځایه مصارفومخه ونه نیول سي داجګړه به ترډيره روانه وي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر