۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

په هلمند کې طالبان په جګړه نه، خو په خبرو مو ماتولو ته نږدې کړي دي.

راپور—۲۰۱۶—۲—۱۴—
په هلمندکې طالبان په جنګ نه ماتیږي خوپه خبروموماتولوته نږدي کړي دي .
دهلمند اپراتیفي مسئول عبدالجبارقهرمان وایې طالبان په جنګ نه دخبرودلاري پرې کارکوي چې ترډيره یې طالبان دیته اماده کړي دي چې دجنګه لاس واخلي ، هغه وایې دغه خبري یې دهلمند جنوب ،او ان په لوړه کچه هم کړي چې ترډيره یې طالبان دیته اماده کړي دي چې دجنګه لاس په سر اوخپل عادي ژوندته راوګرځي ، دی مني چې په هلمندکې دطالبانوشمیرخوراډيردی خوزیاته وي روانه جګړه دطالبانودلاسه بلکې دامنیتي ځواکونودګټودساتولوپه موخه اوږده سوې
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دټول هلمند دسقوط خبري هغه وخت ډيري اوتشویشونه یې رامنځته کړه کله جې وسله والوطالبانوخپلوډله ییزوبریدونوته زور ورکړاوددې ولایت ډيری سیمي اوولسوالۍ یې ترخپلي ولکي لاندي راویستې خولاهم ددوی بریدونه دوام لري ، په امنیتي برخه کې دپراخوستونزوله امله دولت اړسوچې دمخنیوي په موخه یې دولسي جرګې غړی عبدالجبارقهرمان داپراتیفي مسئول په توګه ولیږي ،که څه هم جګړه روانه ده خو قهرمان وایې په هلمندکې طالبان په جګړه نه بلکې په خبروماتولی سي اوپه دغه برخه کې یې په لویه کچه طالبان دیته اماده کړي دي جګړه بس کړي .

قهرمان که څه هم دامنې چې په هلمندکې وسله وال طالبان په خوراډيرشمیرموجودخوزیاته وي دهغه دطالبانوپروړاندي به خپلوعملیاتواوچاپوته ادامه ورکړي چې غواړي اوس هم دلته جګړه وکړي .

قهرمان وایې هغه خبري یې لمنځه وړي دي چې ګواکي هلمند به سقوط کوي نوموړی زیاته وي په هلمندکې جګړه ترډيره دامنیتي ځواکونودخپلوګټودساتلوپه موخه دوامداره سوې ده چې دغه چارې ددوی دکارونومخه هم ډب کړې خوزیاته وي دغه کسان به هم معلواو دقانون منګلوته وسپاري .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر