۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

هلمند کې معلوماتوته دلاس رسي ولایتي کمیسیون جوړسو .

راپور—۲۰۱۶—۲—۱—
هلمند کې معلوماتوته دلاس رسي ولایتي کمیسیون جوړسو .
که څه هم په هلمندکې دخبریالانوپروړاندي ډیری نوري ستونزي هم دي خومعلوماتوته لاس رسی هغه لویه ننګونه ده چې خبریالان ورسره مخامخ دي ، خودوی هیله ښه یې چې دیادکمیسیون په جوړیدوبه تریوه بریده معلوماتوته دلاس رسي په برخه کې ښه والی راسي ، که څه هم چارواکې تل په دغه برخه کې معلومات نه شریکه کوي خوتازه یوواربیادتکراري ژمنوټتروهي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندکې اوس هم تربل هروخت ناامنۍ اوجنګ جګړې خوراډیري دي چې دخبرودسرټکي جوړه خوخبریالان معلوماتوته دلاس رسي په برخه کې اوس هم له ګڼوننګونوسره لاس اوګریوان دي ، چې تازه یوه ۱۳ کسیزه کمیسیون په دغه برخه کې دستونزودلمنځه تلوپه موخه کارپیل کړ، هلمند میشت خبریالان که څه هم دکمیسیون په جوړیدوخوښ دي خومعلوماتوته دلاس رسي په برخه کې دپرتوستونزوحل ته خوشبین نه دي .

دوی وایې که څه هم یادي غونډيته ډیری دولتي ادارات خبرسوې وه خودامنیتي ځواکونوترڅنګ نوروډیری چارواکوهم ګډون نه درولود چې دوی هم ناهیلي سوه ، خوپه ورته وخت کې دهلمند دوالي ویاند عمرځواک وایې وړاندي تردي هم دوی ترخپله وسه مرسته کړې اولاهم معولوماتوته دخبریالانوپرلاس رسي به ټنګاروکړي .

 هغه په دغه برخه کې ځیني ستونزي مني خوزیاته وي چې دیادکمیسیون په امنځته کیدوبه ترډيره معلوماتوته دنه لاس رسي ستونزه حل سي  ، دیادولوده چې دخبریالانوترڅنګ ،مدني ټولني، اوبیلابیلي دولتي ۱۳ ادارې معلوماتوته دلاس رسي دکمیسون غړیتوب لري .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر