۱۳۹۴ اسفند ۱, شنبه

که په هلمندکې روانه درنه جګړه کابونسي دټاپي پروژه عملي کول امکانلري .

راپور—۲۰۱۶—۲—۲۰—
که په هلمندکې روانه درنه جګړه کابونسي دټاپي پروژه عملي کول امکانلري .
دسرحدونو اوقبایلووزیرګلاب منګل په هلمندکې دیوي غونډي پرمهال دخلکوڅخه دټآپي دپروژي دعملي کولوپه برخه کې دکلک ملاتړغوښتنه وکړه ، خودهلمندقومي مشران اوستازي وایې که دهلمند روانه جګړه کابونسي نه یوازي به ټاپي پروژه عملي نسي بلکې به پاته سیمي هم پوره ناامنه سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زمونږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې روانه درنه جګړه دهلمند دسقوط اوکه دټاپي پروژې دمخنیوي په موخه ده ، دهلمند دخلکواستازي اوقومي مشران وایې که دغه روانه درنه جګړه کابونسي نه یوازي دټاپي پروژه عملي کولوامکان نلري بلکې پاته لږهغه سیمي چې ددولت ترواک لاندي دي هغه به هم دوسله والولاسته ولویږي .

دوی وایې په هغه صورت کې به دیادي پروژي څخه خپل هرډول ملاتړوکړي چې په سیمه کې امنیت راسي ، په ورته وخت کې دسرحدونو اوقبایلو وزیرمحمدګلاب منګل وایې ټاپي یوه دولتي نه بلکي یوه ملي پروژه ده ،هغه په دغه برخه کې داولسونوهرډول همکاري اړینه ووبل ، وزیرژمنه وکړه چې دهلمنددخلکوټولي ستونزي به ترولسمشره اوکابیني تروزیرانو وره سوي ترڅودروانوناخوالواو ناامنیودمخنیوي په برخه کې اغیزمن تام سي .


په افغانستان کي دټاپي دپروژې دټول ۷۳۵ کیلومتره اوږدوالي څخه ۱۳۴ کیلومتره په هلمند کي تیریږې چي دتیریدو نږدې ټوله سیمه يي ناامنه ده او یا په کي درنې جګړې رواني دي. 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر