۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

دا ځل پاکستان له جګړې څخه په ګټې اخیستنې د بهرامچي سیمه کې افغان خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې.


راپور—۲۰۱۶—۲—۱۵--
دطالبانو ددوامداره جګړوڅخه په استفاده داځل پاکستان دبهرام چې په سیمه کې افغان خاوره لاندي کړه .
دهلمند ولایتي شوراوایې پاکستاني ملیشونه یوازي چې سیمه لاندي کړي بلکې غواړي تاسیسات هم جوړي کړي ، وکیلان وایې پاکستان دطالبانوپه مټ په افغان خاوره تیری کړي اوغواړي دلته خپلي اډي جوړي کړي دوی ګواښ کوي که یې مرکزي حکومت مخه ونه نیسي نوري سیمي به هم لاندي کړي ، دهلمندداپراتیفي مسئول عبدالجبارقهرمان هم دامنې چې پاکستاني ملیشوپرافغان خاوره تیری کړی خوزیاته وي که مسله حل نسي دعاموخکلوترڅنګ وسله والوطالبانوهم ورسره دمبارزي ژمنه کړې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دطالبانودوامداره جګړوپاکستاني ملیشوته زمینه برابره کړه چې پرافغان خاوره تیری وکړي اودبهرام چې په سیمه کې خپلي پوستي جوړي اودپآکستان بیرغ هم ودروي ، دهلمندولایتي شورا وایې په هلمندکې روانه جګړه دطالبانونه بلکي ددوی په نوم پاکستان پرمخ وړي چې پرافغان خاوره دپاکستان تیری یوښه مثال بولي ، دوی ګواښ کوي که حکومت مخه ونیسي نوري سیمي به هم لاندي کړي .

دوی وایې پاکستان په ټولوهغه سیموکې چې افغانستان سره سرحد لري په خورا بشرمۍ سره افغان خاوره لاندي کوي چې دنورو ولایتونوترڅنګ یې دغه لړۍ اوس هلمندته هم وغځیده ، دهلمند اپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان هم دامنې چې له څوورځوراهیسي پاکستاني ملیشي دبهرام چې په سیمه کې پرافغان خاوره تیری کړی اودوی مرکزي حکومت ویلي هم دی ، قهرمان وایې دعاموخلکوترڅنګ وسله والوطالبانوهم ورسره ژمنه کړې که پاکستاني ملیشوپه هلمندې کې دتیري څخه لاس په سرنسي تربریدلاندي به یې ونیسي .


دیادولوده چې پاکستاني ملیشو یوازي په هلمندکې پرافغان خاوره تیره ندی کړی بلکې دافغانستان په یوشمیرنورو ولایتونوکې هم دغه نه یوازي چې افغان خاوره یې لاندي کړي بلکې پاخه تاسیسات یې هم پري ودان کړي دي ،چې تراوسه هم افغان حکومت دغه مسئله جدي ندي نیولي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر