۱۳۹۴ اسفند ۲, یکشنبه

سولې شورا د سولې ټینګښت لپاره اراده نه لري .

راپور—۲۰۱۶—۲—
دسولي عالي شورا په لوی لاس په هلمندکې دسولي پروسه ناکامه کړې ده .
دسولي ولایتي کومېټي مشرتوري پوري کوي چې دلته دسولي دراتلوټولي چارې دسولي دعالي شورا لخوا دخنډ اوځنډ سره مخ سوې دي دوی نه غواړي چې سوله راسي ، رئیس وایې تش په نامه مسولیت لري خوهرډول سلایتونه ترې اخیستل سوي دي ، هلمند والي وایې دسولي دعالي شورادمشرتابه نه درلودل اولوړنوزي ستونزي وې چې دلته یې دسولي خبري کم رنګه کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم تل نیوکه داوه چې دسولي عالي شورا په هیوادکې دسولي دراتلوپه نوم یوازي لوړامتیازات ترلاسه کوي اوپه شوراکې هم داسي کسان ننوتي دي چې اصلا سوله نه غواړي چې تازه دهلمند دسولي دولایتي کومېټي مشرتورپوري کوي چې دسولي عالي شورا ورته په هلمندکې دسولي دراتلوپه موخه تش په نامه شورا جوړه کړې مسولیت لري خودسولي دراتلوپه موخه ترې هرډول سلایتونه اخیستل سوي دي

فیاض وایې که څه هم هلمندوالي ورسره پوره مرسته کړې ده خودمرکزي حکومت دنه همکارۍ له وجي سوله یوازي یوارمان پاته سو، په ورته وخت کې هلمندوالي هم دسولي دعالي شوراپه جوړښت اوله ډيره وخته دمشرتابه دنه درلودلوله امله په یاده پروسه کې ډيرستونزي مني خوزیاته وي چې په لویه کچه ورته تیاری روان دی .


که څه هم دسولي دعالي شورا دناکامه هڅوسربیره اوس دامریکا،چین ،پاکستان اوافغانستان ترمنځ څلورجانیبه هڅي پیل سوي دي خوددریوناستوسره سره بیاهم تراوسه دسولي په برخه کې کوم پرمختګ ندی راغلی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر