۱۳۹۴ بهمن ۱۴, چهارشنبه

د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته د هلمند د جګړې کابو کول نا شوني دي.

راپور—۲۰۱۶—۲—۳—
دهلمند دجګړې کابوکول پرته دبهرنیوځواکونوله مرستي ناشونی دی.
دهلمندولایتي شورا وایې اوس مهال اړینه ده چې بهرني ځواکونه دافغان دولت سره په هلمندکې روانه درنه جګړه کابو اولمنځه یوسي ، دوی دهغه پریکړي هرکلی وکړچې لمخي یې هلمند ته په ډيرشمیربریتانوي اوامریکایې ځواکونه لیږل کیږي ، هلمندوالي که څه هلمندته دبریتانوي اوامریکایې ځواکونودورتګه ناخبره یې ښه یې خوزیاته وي دم ګړی دبهرنیوځواکونوراتګ هلمندته اړین دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
له کله چې په هلمندکې جګړو زور واخیست اودلته ډيری سیمي دوسله والوطالبانولاسته ولویدې تازه یوواربیا داسي ګنګوسي دي چې دهلمندژغورني په موخه په ډيرشمیربریتانوي اوامریکایې ځوکونه هلمندته ځي ، دهلمندولایتي شورا وایې دامهال دبهرنیوځواکونوشتون ډیراړین اوبیله بهرنیوځواکونودهلمند دجګړې کابوکول ناشونی بولي ، خوغوښتنه کوي چې بهرني ځواکونه باید تیروختونوته په کتودملکي مرګ ژوبلي اونوروتیروتنومخنیوی وکړي .

وکیلان وایې داچې دهلمند جګړه اوږده سوه نه یوازي دوی بلکي ددې ولایت خلکوته سختي اندیښنې راپیداسوي  دي ، بل پلو دهلمندوالي میرزاخان رحیمي که څه هم هلمند ته دبریتانوي اوامریکایې ځواکونودورتګه ناخبري ښه یې خوزیاته وي ددوی راتګ به نه یوازي دافغان امنیتي ځواکونوپه روزنه ،تجهیز،اوبیارغاوني په برخه کې ښه تمام سي بلکي به په اوسنيو حالاتوکې مثبت تغیرراسي .

دهلمند شمالي ولسوالۍ که څه هم کلونه وړاندي ددرنوناامنیوشاهدي وې خوله څومیاشتوراهیسي ددي ولایت په ډيری سیموکې خوراډيري اوډيری سیمي هم دطالبانولاسته ولویدې چې تازه یوواربیا بهرني ځواکونه غواړي په هلمند کې دافغان ځواکونوسره اوږه پراوږه دوسله والوپه ځپلوکې مرسته وکړي .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر