۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

امریکاغواړي دهلمند دجګړې دکابوکیدوپه موخه ۸۰۰ سرتیري ځای پرځای کړي .

راپور—۲۰۱۶—۲—۱۰—
امریکاغواړي دهلمند دجګړې دکابوکیدوپه موخه ۸۰۰ سرتیري ځای پرځای کړي .
دهلمند دولایتي شورا رئیس وایې دامریکاځواکونوعمومي قوماندان په ښوراب پوځي اډه کې ورسره ژمنه وکړه چې هلمندته به تازه دمه اته سوه سرتیري لیږي ترڅودافغان ځواکونوسره اوږه پراوږه دوسله والوطالبانوپه لمنځه تلوکې مرسته وکړي ،که څه هم بهرني ځواکونه اوس مهال یوازي دمشورې ،اوروزني په برخه کې مرسته کولی سي خوتازه دوی یوواربیا دطالبانودځپلوپه موخه دپردي ترشاه په جګړه کې برخه اخلي ، خوچارواکې وایې بهرني ځواکونه له دوی سره یوازي دځواکونوپه روزنه اومشوره ورکولوکې مرسته کوي 
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې روانه درنه جګړه خوترشایې پټي خبري .
که څه هم بهرني ځواکونه یوازي په افغانستان کې دافغان امنیتي ځوکونوپه روزنه اوهغیوته د مشورې ورکولودنده لري خوداسي ویل کیږي چې دپردي ترشااوس بهرني ځواکونه په هلمندکې دافغان امنیتي ځواکونوسره دوسله والوطالبانودځپلواودلاسه وتلوسیمودبیانیول کیدوپه موخه دجګړې لومړۍ کرښي ته ځي ، دولایتي شورارئیس وایې امریکایې ځواکونوورسره ژمنه کړي چې عملابه افغان امنیتي ځواکونوترڅنګ دطالبان وځپي .

خوپه ورته وخت کې دهلمند والي میرزاخان رحیمي وایې دبهرنیوځواکونوراتګ نه یوازي چې په سیمه کې دامنیت اوپرمختګ لپاره زمینه برابره وي بلکې په امنیتي برخه کې هم ددوی شتون یومهم رول لري. که څه هم پریکړه داسي ده چې بهرني ځواکونه به عملا په جګړه کې برخه نه اخلي خوچارواکې دامسئله پټه ساتي او یوازي ددوی راتګ دځواکونو دروزلواومشوره ورکولوپه پلمه بولي .

دیادولوده اوس مهال یوازي دهلمندپه ښوراب پوځي اډه کې ۱۰۰ امریکایې ځواکونه شتون لري د۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکومسئول ډګرمن محمد رسول ځاځی وایې بهرني ځواکونه دروزني اومشوري دورکړي ترڅنګ په هوایې برخه کې هم له دوی سره مرسته کوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر