۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

ولسونه یې دسقوط ویره لري خوچارواکې وایې هلمندکې به ډيرژرامنیت ټنګ سي .

راپور—۲۰۱۶—۲—۴—
اولسونه یې دسقوط ویره لري خوچارواکې وایې ډيرژربه ټول هلمندکې امنیت ټنګ سي .
دهلمندولایتي شورا وایې اوسني امنیتي چارواکې اودهغیوکم تشکیل نسي کولای چې سیمه په بشپړه توګه دوسله والوطالبانودشتون څخه پاکه کړي ، وکیلان وایې داچې دهلمند ددرنې جګړې اته میاشتي اوړي اوهیڅ پرمختګ هم ندی راغلی نوځکه دویته نورهیڅ بهانه دولس دخطاایستلونده پا ته اوهیله هم نلري چې جګړه دي کابوسي ، خودولسي جرګې غړی اودهلمند دجکړې مشرعبدالجبارقهروایې ډیرژربه وسله وال له پښو وغورځوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ولایتي شورا وایې دوی او ولسونوپه هلمندکې درواني جګړې دکابوکولوهیلي دلاسه ورکړي دي ،اوتمه ځکه نلري چې درواني درني جګړې څخه اته میاشتي اوړي خونه داچې دلاسه وتلي سیمي بیرته ندي نیول سوي بلکې دعملیاتودشروع کیدوهم هیڅ څرک نه ترسترګوکیږي .

دوی وایې دامنیتي ځواکونوترامنځ نه همږغي ،کم امکانات، اونه مدیریت درواني جګړې ددوامداره کیدولاملونه په ګوته کوي ، خودهلمند دامنیتي حالاتودکابوکولومشرعبدالجبارقهرمان وایې دوی دوسله والوپروړاندي خپلوعملیاتوته دوام ورکړی دی چې په ډيری سیموکې یې چاپي وهلي اوددوی کمینونه اوچاپي به نوري هم ډیري سي چې اړتیادمخامخ نښتي پیدانسي چې په دغه کارسربه دملکي کسانوسرمال هم خوندي وي .

که څه هم ښکاره دهلمند په ناامنیوکې ښکاره تغیرندی راغلی خو قهرمان وایې دوی دمخامخ نښتواوعملیاتوپرځای دوسله والوپرپټنځایونوچاپي وهل ،اوکمینونه نیول دطالبانولیکي کمزوري کړي دي

هڅه مووکړه چې پدي اړه دطالبانونظرهم ولروخوله پوره هڅوسره سره بریالي نسو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر