۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

دهلمند ملي امنیت یودوه کلن ماشوم دانسان تښتونکوله منګلووژغوره .

راپور—۲۰۱۶—۲—۱۷—
دهلمند ملي امنیت یودوه کلن ماشوم دانسان تښتونکوله منګلووژغوره .
چارواکې وایې دغه ماشوم  دسه شنبي په ورځ دلښکرګا ښار دچهل مترې څخه تښتول سوی اودبست کلاسیمي ته وړل سوې وچې موخي ته له رسیدو وړاندي ماشوم او دوه انسان تښتوونکي ونیول سوه ، چارواکې ژمنه کوي چې نیول سوکسانوته به دقانون لمخي سخته سزا ورکوي ، دماشوم خپلوان دامنیتي ځواکونودمرستي څخه مننه کوي اودخپل لوري هم دپوره مرستي ډاډ ورکوي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ملي امنیت په خپل یوه بیسارګام په ۱۲ ساعتونوکې هغه دوه کلن ماشوم دانسان تښتونکودمنګلووژغوره چې دلښکرګاه ښار د۴۰ مترۍ څخه یې دبست کلاسیمي ته تښتولی و، سهیل چې دوه کلن دی په دې هم نه پوهیږي چې ژوندیې له سره پیل کړخودهغه ورورخیرمحمد دسهیل دتښتولوکیسه کوي .

سهیل چې دخلکوپه پراخه مرسته دانسان تښتونکودمنګلووژغورل سوخوهلمندوالي نه یوازي چې په نوروبرخوکې هم دخلکوپرمرستي ټنګارکوي ولي زیاته وي دغه قضیه به خپله تعقیب کړي .

والي دملي امنیت درئیس اوکارکونکوڅخه مننه وکړه چې په لږوخت کې یې دسهیل دژغوروترڅنګ یې انسان تښتونکي هم ونیول ، بل پلو دهلمند دملي امنیت رئیس وایې ددوی پلټني دوام لري ترڅوپه هلمندکې دانسان تښتونکوټولي ډلي پیدا اودقانون منګلوته وسپاري .


په هلمندکې دناامنیودډيریدوسره سم په ښارکې غلا اودانسان تښتونکوپیښي ډيري سوي دي چې څوورځي وړاندي دلښکرګاه ښارلسګونوصرافانودانسان تښتونکواوغلودډيریدوپه موخه لاریون وکړاودخپل امنیت په اړه یې اندیښنه وښوده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر