۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

دلښکرګاه ښارصرافان دانسان تښتتونکو او وسله والوغلوڅخه ترپوزي رسیدلي .

راپور—۲۰۱۶—۲—۲—
دلښکرګاه ښارصرافان دانسان تښتتونکو او وسله والوغلوڅخه ترپوزي رسیدلي .
دوی وایې په رڼا ورځ یې په ښارکې وسله وال غله په زوره تښتوي اویاهم تري پیسي غلاکوي چې دوی دغه چارې سخت اندیښمن کړي دي ،صرافان وایې که دولت ددوی امنیت نسي خوندي کولای دویته وسلي ورکړي ترڅوخپل امنیت په خپله ونیسي ، دښارصرافان وروسته له هغه په ښارکې په رڼاورځ دانسان تښتونکو اووسله والوغولوڅخه شکایت کوي چې له تیرڅومیاشتوراهیسي په هلمندکې تربل هروخت ناامنۍ خوراډيري سوې ،خوچارواکې دصرافانو دټنګ امنیت ساتلوډاډ ورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
دلښکرګاه ښآر لسګونه صرافان چي دغلو او انسان تښتونکو څخه په شکایت دولایت مقام مخي ته راټول سوي تورپوري کړل چي دحکومت دننه یوشمیر کړۍ ددوی د پیسو په غلا او داولادونو په تښتولو کي لاس لري ، دوی ګواښ کوي کې یې دامنیت په اړه جدي ګامونه پورته نسي نه یوازي به په پراخولاریونونولاس پوري کړي بلکې به ترمرکزي دولته هم دخپلوستونزوپه اړه شکایت وکړي .

دوی وایې په رڼاورځ ترې اولادونه اوپیسي وسله وال غله وړي چې دغه چاري دوی سخت اندیښمن کړي دي ، خودهلمنددوالي ویاندعمرځواک وایې دصرافانودامنیت په اړه به جدي ګامونه پورته کوي اودغه ستونزي ته به ډيرژره یوه حل لاره ولټوي .

دلښکرګاه ښارصرافان په داسي حال کي دغلو او شکوونکو څخه شکایت کوي چي په ښار کي په شخصي جامو کي حکومتي موټرچلول ،په شخصي دتورو سیښو لرونکوموټروکې ي دوسله والوکسانوتګ اوراتګ ډیرسوی دی  چې ددي سره بیره ناامنۍ،نه یوازي تر مرکزي ولسوالیو رسیدلي دي،بلکي ددې ښار دڅلرمي امنیتي حوزي باباجي  ډیری سیمي لاهم دوسلوالو په ولکه کي دي..


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر