۱۳۹۴ بهمن ۲۴, شنبه

په هلمند کې جګړې زور اخیستی او باید د مخنیوي لپاره یې مرکزي حکومت لاس په کار سي.

راپور—۲۰۱۶—۲—۱۳—
دهلمند امنیه قوماندان وایې په هلمندکې جګړه قوي سوې ده بایدمرکزي دولت جدي پام وکړي.
امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ درسنیوسره په خبروکې وویل تیره شپه وسله والوطالبانوغوښتل سنګین ولسوالۍ ته سقوط ورکړي چې دوی ورته درنه مرګ ژوبله هم اړولي ده ، هغه وایې دسهار۷ بجې پرسنګین دموټربم ترڅنګ پلي ځانمرګوهم برید وکړخود  ۱۱ امنیتي ځواکونوپه مرګ ژوبله یې دغه برید په شاوتمباوه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم پرهلمند دطالبانوددرنوجګړوڅخه کلونه اوړي اوپه یاده موده کې یې ډيری سیمي هم ونیولي خوچارواکوبه تل دخیراوخیریت راپورونه ورکول چې په لومړي ځل دهلمندامنیه قوماندان وایې دنوروولایتونوپه پرتله په هلمندکې جګړه درنه سوې اومرکزي دولت باید جدي پام وکړي .

نوموړی وایې وسله والوطالبانوپرسنګین ولسوالۍ دموټربم ترڅنګ څلورپلي ځانمرګوبریدوکوونواوپه ډيرشمیرطالبانودرنه حمله وکړه اوغوښتل یې سنګین ولسوالۍ سقوط کړي خو دقوماندان په خبره په دغه بریدکې یې تر۴۰ ډيرووسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واړول ، هغه وایې په بریدکې ۴ پولیس وژل سوي او ۷ نور ټپیان سوي هم دي .

سرجنګ وایې طالبانوداځل دزغروال ټانګونوڅخه دموټربم کاراخیستی دی . که څه هم تراوسه طالبانوپروړاندي کوم عملیات ندي پیل سوي خوامنیه قوماندان وایې شپږمیاشتنی پلان جوړسوی اوډيرژربه دطالبانوپروړاندي عملیات پیل کړي ، دوسله والوطالبانوویاندقاري یوسف احمدي وایې په سنګین ولسوالۍ کې یې ددوزغروالوټانګوپه چاودنواوحمله کې ۳۰ افغان امنیتي ځواکونوته مرګ ژوبله اړولي ده ،خوچارواکې ددوی دغه ادعا ردکړه.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر