۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

دګرمسیردیني عالمان وایې فساد او بې عدالتۍ په هلمند کې ناخوالي زېږولي دي.

راپور—۲۰۱۶—۲—۸—
دهلمند دګرمسیرولسوالۍ دیني عالمانوله دولت سره دمرستي ژمنه وکړه .
دغه دیني علمان وایې جنګ دحل لارنده که دولت په ځینوبرخوکې اصلاحات روالي رواني ناخوالي به لمنځه یوړل سي ، دوی په ګرمسیرولسوالۍ کې دخپلوملکي اونظامي چارواکوسره دهرډول مرستي ترڅنګ دمنفي تبلیغاتودمخنیوي په برخه کې هم ژمنه وکړه ، په ورته وخت کې دګرمسیرولسوال ایوب عمرعمري وایې داولس اودولت ترمنځ واټن رامنځته کول دګاونډیوهیوادونودڅارګروادارولاس وهني دي.
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دګرمسیرولسوالۍ لسګونودیني عالمانو وروسته له هغه ددولتي چارواکوسره خپل هرډول ملاتړڅرګندکړچې ددي ولایت په ډيری ولسوالیوکې ناامنۍ دپام وړډيري سوې ، دغه دیني عالمان وایې دروانو ناامنیویولامل په دولت کې دننه په ځینوبرخوکې بي عدالتۍ ،داداري فساد ډيروالی ،اوځیني نوري ستونزي دي چې اصلاحات رامنځته کول به دروانوناخوالومخه ونیسي .

دوی هم مني چې رواني ستونزي په جګړونه حل کیږي دعوت ،اوسوله هغه څه یادوي چې دروانوستونزوحل لاربولي ، په ورته وخت کې دګرمسیرولسوال ایوب عمرعمري وایې ګاونډي هیوادونه اوس غواړي داولس اودلت ترمنځ واټن رامنځته کړي ترڅو له دغي لاري خپلوموخوته ځان ورسوي ، عمري ددیني عالمانوڅخه دیادولاس وهنو دمخنیوي په برخه کې دمرستي غوښتنه وکړه .

ګرمسیردهلمند یوه دبا امنه اوپراخو ولسوالیوڅخه ده چې دګاونډي هیواد پاکستان سره ۱۲۰ کلیومتره ګډه سرحدي پوله هم لري خو له تیرو  شپږو کلونو را په دې خوا نه پکې جګړې سوي او نه یې هم کومه سیمه طالبانونیولي ده .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر