۱۳۹۴ اسفند ۵, چهارشنبه

دګرمسیرولسوالۍ دوزیراباد سیمه یووار بیا دطالبانوپه ځاله بدله سوې ده .

راپور—۲۰۱۶—۲—۲۵—
دګرمسیرولسوالۍ دوزیراباد سیمه یووار بیا دطالبانوپه ځاله بدله سوې ده .
 وزیراباد ددولت اوطالبانودپاره یوه مهمه اوستراتیژیکه سیمه ده چې نه یوازي خانشین بلکې ګرمسیرهم ترې دناامنیوپوره ویره لري ، چارواکې وایې دوی تازه دیادي سیمي دبشپړه امنیت او عملیاتولپاره تیاری نیولی ترڅو خانشین اوګرمسیرولسوالۍ دواړې ترې په امن سي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري ګرمسیرولسوالۍ ته په همدي موخه تللی .
وزیراباد دګردخانشین ولسوالۍ په ناامنیوکې لوی رول لري چې تازه دګرمسیرولسوالۍ هم ترې دناامنه کیدوپه ویره کې ده ، وزیراباد چې اوس مهال په بشپړه توګه دوسله والوطالبانوپه ولکه کې دی خوچارواکې وایې دعملیاتو اودسیمي دنیول کیدولپاره یې بشپړچمتوالی نیولی .

خودګرمسیرولسوال وایې که څه هم دوی په ټوله ولسوالۍ کې اوس مهال دکومي امنیتي ننګوني سره ندي مخ خوزیاته وي دکم تشکیل په اساس دوزیراباد په سیمه کې ددایمي امنیتي پوستودځای پرځای کیدوتوان نلري .

وزیراباد دخانشین اوګرمسیرولسوالیوترمنځ دهلمند سیند پرغاړه یوه پراخه ځنګلیزه سیمه ده چې تل دوسله والوطالبانوپټنځایې اوځاله بلل کیږي چې نه یواځي اوس مهال خانشین ترې په سخت امنیتي تهدید کې دی بلکې دګرمسیرچارواکې هم ترې په ویره کې دي خودعملیاتولپاره یې هم کلکي مټي رانغښتي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر