۱۳۹۴ بهمن ۱۷, شنبه

دسولي په اړه روانه څلوراړخیزه پروسه ناکامه اوکومه پایله به ونلري .

راپور---۲۰۱۶—۲—۷—
دسولي په اړه روانه څلوراړخیزه پروسه ناکامه اوکومه پایله به ونلري .
دولسي جرګې غړی اودهلمند دجګړې اپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان وایې اوس هم ګاونډي هیوادونه په افغانستان اوهلمند کې پراخي لاس وهني کوي اوهمداوجه وده چې نه یوازي به دسولي روانه پروسه بریالۍ نه وي بلکې جګړه هم ګرمه ساتل سوې ، نوموړی که څه هم دامنې چې دوسله والولیکې دنورووختونوپه پرتله دړي وړي سوي دي خوزیاته وي ددوی شپنیوعملیاتواوکمینونوهغوی دجګړې څخه دلاس په سرکیدواړیستي هم دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په کوردننه دیوډول لویو اوړو جنجالي مسئلو ترڅنګ دملي یوالي دحکومت دمشرانوخپل منځي اختلاف ددي لامل سوی چې په ټول هیواد اوپه ځانګړې توګه په هلمندکې ناامنیوخورا زور واخیست چې په پایله کې یې طالبانوپه هلمندکې ډيری سیمي هم ونیولې ، سیاسي کارپوهان اومدني فعالینوتل دسولي دشوراپرجوړښت اوکړنونیوکه کړې  چې دسولي دټنګښت په موخه ښکارنده تګلاره نلري چې له امله یې داځل دڅلوروهیوادونوترمنځ دسولي دټنګ په اړه که څه هم دریمه غونډه پایته ورسیده خودولسي جرګې غړی اودهلمنداپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان روانه پروسه هم بي پایلي بولي .

هغه وایې اوس هم دګاونډي هیوادونوڅارګري ادارې دافغانستان اوهلمند په چاروکې مداخله کوې اودلته یې جګړه ګرمه ساتلي ، قهرمان وایې دوسله طالبانوپه لیکوکې خوراډيرکارسوی ډيری یې اوس په دې پوهیدلي دي چې جنګ دحل لارنده ، که څه هم په ښکاره په کومه سیمه کې پرمختګ ندی راغلی خونوموړی وایې ددوی شپنیوعملیاتو،اوکمینونودلته طالبان خورا کمزوري کړي دي .


هڅه مووکړه چې دوسله والوطالبانونظرهم ولروخوله پوره هڅوسره سره په دغه کاربریالي نسو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر