۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

هلمند کې په لومړي ځل ۲۱۷پولیس ددوهم څارنۍ څخه فارغ سول.

راپور—۲۰۱۶—۲—۲۲—
ترکابل وروسته په هلمندکې په لومړي ځل ۲۱۷پولیس ددوهم څارنۍ څخه فارغ سوه .
چارواکې وایې په هلمندکې درنوناامنیوهلمند ورکړی دی اوباید په پیداکولوکې یې یوواربیا هڅه وسي ترڅو دلاسه وتلی هلمند راوګرځي ، دولس اوستازي وایې دنورو ولایتونوپه پرتله هلمندي سرتیري کولی سي چې هلمند وژغوري .
 نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
ترکابل وروسته په هلمندکې په لومړي ځل ۲۱۷ پولیس ددوهم څارنۍ دپوځي زدکړوڅخه فارغ اودهلمنددلاښه امنیت په موخه به په دنده وګمارل سي .امنیتي چارواکې وایې پراخوناامنیوهلمند ورک کړخودفارغه سوستیروڅخه غواړي نه یوازي ورک هلمند پیداکړي بلکې دناامنیوپه کابوکولوپوره هڅي وکړي .

خوداولس استازي وایې دنوروولایتونوپه پرتله دهلمند سرتیري کولی سي دهلمند دامنیت په برخه کې اغیزمن تمام سي ، وکیلان اوس هم دپاته هلمند په اړه دجدي امنیتي ستونزوڅخه اندیښنه لري .

دوی پرافسرانوږغ وکړچې دهلمند ژغورني په موخه دخپلوټولوزدکړه ییزومهارتونوپه کاراچولوسره دي دامنیت په موخه پوره هڅه وکړي ، څوورځي وړاندي ۲۱۵ میوندقول رادو ۷۰۰ دملي سرتیري اوددوشنبي په ورځ په لښکرګاه کې د۲۱۷ پولیس افسران په داسي حال کې فارغه کیږي چې تازه دولت دنوزاد اوموسي کلاولسوالۍ هم په بشپړه توګه وسله والوطالبانوته پرایښي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر